د فرهنګ او هنر معین په کندهار کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا له کور څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۰
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي او د آغا خان فرهنګي خدمتونو دفتر د تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا له کور او ورسره له نږدې لرغونو ودانیو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې، د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس او تخنیکي پلاوي د ودانیو حفاظتي وضعیت، د زیانونو کچه او د ترمیم اړتیاوې وارزولې، د لیدنې په ترڅ کې د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې د مسلکي اصولو او علمي معیارونو په اړه تخنیکي معلومات هم وړاندې شول، چې پکې د یادې مجموعې د معمارۍ د اصالت او تاریخي او فرهنګي ارزښتونو پر ساتنې ځانګړی ټینګار وشو.
همدارنګه، د دې ودانیو د دوامدارې ساتنې لارې چارې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او آغاخان فرهنګي خدمتونو دفتر ترمنځ د ګډې همکارۍ امکانات هم وڅېړل شول.
د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د احمدشاه بابا د کور د ساتنې او اساسي ترمیم په برخه کې له ترسره شویو اقداماتو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ورسره نږدې تاریخي ودانیو د وضعیت په اړه جدي پاملرنه اړینه وبلله او زیاته یې کړه؛ چې د دغو ودانیو د لا زیات زیانمنیدو د مخنیوي او د تاریخي، فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره، د علمي او مسلکي معیارونو مطابق اساسي ترمیم ته اړتیا ده.
ورته مهال، د آغاخان فرهنګي خدمتونو دفتر د تخنیکي پلاوي غړي امان‌الله صاحب‌زاده وویل: یاد دفتر په پام کې لري، چې په راتلونکي کې هم د احمدشاه بابا د کور ترڅنګ د تاریخي ودانیو د ساتنې او اساسي ترمیم په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د احمدشاه بابا کور دوه کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بوديجې څخه د مسلکي اصولو او تخنیکي معیارونو مطابق په اساسي توګه بیاورغول شو.

۱۴۴۸/۵/۱۶هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۲۴
Background image

برگزاری پروگرام آموزشی به شاعران و ترانه‌خوانان در کندهار

ریاست تانم و ترانه‌های وزارت اطلاعات و فرهنگ و ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندهار پروگرام آموزشی را به شاعران و ترانه‌خوانان این ولایت در خانهٔ احمدشاه‌بابا راه‌اندازی کرد.
در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۶
Background image

برگزاری نشستی با هدف آموزش فکری شاگردان 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر نشستی را با هدف آموزش فکری شاگردان مرکز آموزشی این ریاست راه‌اندازی کرد.
مسوولان نقش شاگردان و جوانان را در پیشرفت جامعه مهم عنوان کرد و از آنان خواست تا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۱
Background image

معین فرهنگ و هنر از خانه امپراتور احمدشاه بابا و بناهای تاریخی هم‌جوار آن در کندهار دیدار کرد 

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ، در جریان سفر رسمی خود به ولایت کندهار، همراه با انجنیر محمد حسیب نسیمی رییس حفظ آبدات تاریخی این وزارت و هیأت تخنیکی دفتر. . .

BACK TO NEWS