کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
..

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د لاسته ‌راوړنو او اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او د اطلاع‌ رسونې بهیر د لا ښه‌ والي او د عامه افکارو د روښانولو په موخه یې د خبریالانو او د دولتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي وثیق رسنۍ د معلوماتو په خپرولو، د عامه افکارو په روښانولو او د اسلامي فرهنګ په عامولو کې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې د رسنیو ملاتړ او د خبریالانو غوښتنو ته د رسېدنې په برخه کې ژمن دی.
د غونډې ګډونوالو هم د کره اطلاعاتو د خپرولو او د ادارو د لاسته ‌راوړنو د رسنیز کولو په برخه کې د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او د دې ډول غونډو له جوړولو څخه یې خوښي څرګنده کړه.

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست هماهنگی با مسوولان رسانه ها، خبرنگاران و سخن‌گویان ادارات در کاپیسا برگزار شد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا، نشستی را با اشتراک سخن‌گویان ادارات، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های دولتی و خصوصی، در مقر این ریاست برگزار کرد.
مولوی کریم‌الله وثیق رییس اطلاعات و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۲۱
Background image

اعلان نتایج مسابقه‌یی درمورد محتوای فرمان شماره ۱۷ در زابل 

مسابقه‌یی درمورد محتوای فرمان شماره ۱۷ (جلوگیری از رسوم ناپسند در جامعه) زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی چندی قبل میان هزار تن راه‌اندازی شده‌بود که نتایج آن اعلان و ۵۰ تن از اشتراک‌کنندگان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه دربارهٔ فرهنگ اسلامی و افغانی به ده‌ها تن جوان در کنر

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار آموزشی یک روزه را دربارهٔ فرهنگ اسلامی و افغانی به ده‌ها تن از جوانان ولایت کنر راه‌اندازی کرد.
این. . .

BACK TO NEWS