زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
..

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان  او ۵۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
په دې اړه غونډه چې د شیخ متي بابا عالي لېسې په انګړ کې جوړه شوې وه، پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ د زابل والي ملا شیر محمد شریف، د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د ۱۷مې ګڼې فرمان د اهمیت او د دغه فرمان په اړه د عامه پوهاوي په ترسره کولو ټینګار وکړ.
دغه راز د زابل والي ملا شیرمحمد شریف او د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وویل: اړوندې ادارې د دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ د فرمان د محتوا په رسولو او تطبیق کې مسوولیت لري، دوی له ګډونوالو وغوښتل، چې د فرمان محتوا خپلو کورنیو او د ټولنې نورو وګړو ته ورسوي.
په غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار او د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر د یادې سیالۍ د موخو او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو او په ټولنه کې د ټولنیزو ستونزو د له منځه وړلو په موخه به ورته پروګرامونه په دوامداره توګه جوړ شي.

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست هماهنگی با مسوولان رسانه ها، خبرنگاران و سخن‌گویان ادارات در کاپیسا برگزار شد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا، نشستی را با اشتراک سخن‌گویان ادارات، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های دولتی و خصوصی، در مقر این ریاست برگزار کرد.
مولوی کریم‌الله وثیق رییس اطلاعات و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۲۱
Background image

اعلان نتایج مسابقه‌یی درمورد محتوای فرمان شماره ۱۷ در زابل 

مسابقه‌یی درمورد محتوای فرمان شماره ۱۷ (جلوگیری از رسوم ناپسند در جامعه) زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی چندی قبل میان هزار تن راه‌اندازی شده‌بود که نتایج آن اعلان و ۵۰ تن از اشتراک‌کنندگان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه دربارهٔ فرهنگ اسلامی و افغانی به ده‌ها تن جوان در کنر

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار آموزشی یک روزه را دربارهٔ فرهنگ اسلامی و افغانی به ده‌ها تن از جوانان ولایت کنر راه‌اندازی کرد.
این. . .

BACK TO NEWS