کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د نشه‌ یي توکو او انسانانو د قاچاق مخنیوي په اړه غونډه وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۷
...

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت په حصه دویم کوهستان ولسوالۍ کې د مشرتابه د فرامینو په اړه لویه ولسي غونډه جوړه شوه. چې په دې غونډه کې د ۱۷مې ګڼې فرمان تطبیق، د نشه ‌یي توکو او انسانانو د قاچاق مخنیوي او د اسلامي نظام د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌ الله وثیق د ۱۷مې ګڼې فرمان د پلی کولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د عامه پوهاوي لوړول او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو، په ځانګړې توګه د علمای کرامو همکاري، د دغه فرمان د موخو د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده او کولای شي، د ناوړه دودونو په مخنیوي کې اغیزمن رول ترسره کړي.
ښاغلي وثیق همداراز د نشه ‌یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د اسلامي نظام په ملاتړ کې د خلکو پر رول ټینګار وکړ.
ورته مهال، د حصه دویم کوهستان ولسوالۍ یو شمېر دیني علماوو او قومي مشرانو هم ناوړه دودونه د ټولنیزو ستونزو له اصلي لاملونو څخه وبلل او د ۱۷مې ګڼې فرمان پر تطبیق یې ټینګار وکړ. دغه فرمان د خوښیو، خفګان او له حج او عمرې څخه د راستنېدو په مراسمو کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی.
دغه راز دوی د نشه‌ یي توکو د مخنیوي، د ټولنیزو مسؤولیتونو د ترسره کولو، د ثبات د ټینګښت او د هېواد د پرمختګ لپاره یې له اسلامي نظام سره همکاري د دې خاورې د هر وګړي مسؤولیت وباله.

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه دربارهٔ فرهنگ اسلامی و افغانی به ده‌ها تن جوان در کنر

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار آموزشی یک روزه را دربارهٔ فرهنگ اسلامی و افغانی به ده‌ها تن از جوانان ولایت کنر راه‌اندازی کرد.
این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۹
Background image

برگزاری نشستی پیرامون فرمان شماره هفده، جلوگیری از مواد مخدر و قاچاق انسانی در کاپیسا

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا با همکاری اداره فکری و فرهنگی تنویر، نشست بزرگ مردمی را پیرامون فرامین زعیم کشور حفظه الله تعالی (تطبیق فرمان شماره هفده، جلوگیری از مواد مخدر، قاچاق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۰
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با جوانان ولسوالی شاجوی

حضرت الله زاهد مدیر عمومی اطلاعات و فرهنگ ولسوالی شاجوی مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت زابل نشست هماهنگی با جوانان این ولسوالی راه‌اندازی کرد. در این نشست، در رابطه به تقویت و. . .

BACK TO NEWS