د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
..

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او د سیمه ییزو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام‌الله سمنګاني او د ا.ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل؛ د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د دغه ډول غونډو جوړول خورا مهم دي، دوی له ویاندویانو څخه وغوښتل چې له خبریالانو سره پوره همغږۍ ولري او د اطلاع رسونې په بهیر کې د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه د پوره هڅې وکړي.
دوی زیاته کړه، چې الحمدلله اسلامي امارت په امنیتي، اقتصادي او نورو برخو کې سترې لاسته‌ راوړنې لري، چي باید خبریالان یې پر وخت او په ښه توګه عامو خلکو ته ورسوي. همدارنګه خبریالان باید د خپل رسنیز رسالت له مخي د ناوړه تبلیغاتو مخنیوی وکړي.
دغه راز په غونډه کې څو تنو خبریالانو د سیمه‌ییزو رسنیو او خبریالانو د وضعیت او فعالیتونو په اړه هراړخیزه معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له مسؤلینو سره شریک کړل.
د غونډې په لړ کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او ویاندویانو ته د اړینو لارښونو کولو ترڅنګ د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه مننه وکړه، چې د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپل رسنیزې چارې ترسره کوي.
د غوڼدې په پای کې د اړوند مسؤلینو له لوري د خبریالانو او د رسنیو د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ هم څرګند شو.

۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۹
Background image

نشست هماهنگی سخن‌گویان و مدیرمسوولان رسانه‌های محلی ولایت بادغیس برگزار شد

نشست هماهنگی سخن‌گویان و مدیرمسوولان رسانه‌های محلی ولایت بادغیس، به ریاست مولوی مطیع‌الله متقی رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت برگزار شد.
مولوی مطیع‌الله متقی‌ رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها 

نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در حضور مولوی سیف الدین تائب معاون والی کندهار، مولوی ذبیح الله مجاهد سخنگوی ا.ا.ا.، مولوی انعام الله سمنگانی رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

کار پروژه‌های زیربنایی برای بازسازی بخش‌های مسکونی آثار تاریخی و مناطق باستانی آغاز گردید 

با حضور مولوی محمد انس عزیزی معاون والی بامیان، قاری سید مصطفی صالح رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت، نمایندگان سازمان یونسکو، نمایندگان شرکت‌های قراردادی پروژه‌ها و شماری از باشندگان محل. . .

BACK TO NEWS