د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۵
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر خبري آژانس رئیس او هم مهاله د کډوالو د عامه پوهاوي کمېټې مسؤول مولوي احسان الله حسان او د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر په کابل کې د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د کډوالو د عامه پوهاوي کمېټې فعالیتونه وارزول شول او له کډوالو سره د ترسره کېدونکو عامه پوهاوي فعالیتونو بهیر، د هغوی اړتیاوې او ستونزې وارزول شوې.
ښاغلي حسان وویل: کډوالو ته د دوی د وضعیت، شته خدمتونو او اړوندو موضوعاتو په اړه لازم معلومات وړاندې کول او د عامه پوهاوي پروګرامونه لا اغېزمن کول د کډوالو د عامه پوهاوي د کمېټې دنده ده.
ورته مهال، د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر د کډوالو لپاره د عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې برخې د فعالیتونو د لا ښه ترسره کېدو او همغږۍ پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.
د لیدنې په پای کې، دوی د کډوالو د عامه پوهاوي د فعالیتونو پر پیاوړتیا او کډوالو ته د اړینو معلوماتو پر رسولو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

رییس امور جوانان؛ جوانان در تحکیم نظام و آبادی کشور مسوولیت اساسی دارند

این اظهارات را مولوی محمد داوود آغا هاشمی رییس امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ، در سیمینار یک‌روزه تحت عنوان (رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام ا.ا.ا. و آبادی کشور) در ولایت جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار اصلاحی و فکری در الینگار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار اصلاحی و فکری را با هدف جلوگیری از رسوم ناپسند و شناخت افکار باطل به حدود ۲۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

سیمینار علمی درباره رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی در سمنگان برگزار شد

رییس امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ، طی سفرش در سمنگان، سیمینار علمی تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی» را با حضور بیش از ۲۰۰ تن از جوانان در این ولایت برگزار کرد.
د. . .

BACK TO NEWS