ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه.
د پکتیا د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل؛ د رسول الله ﷺ سیرت یوازې د سیالیو او ازموینو تر کچې مه محدود کوئ، بلکې د هغه مبارک ژوند، اخلاق او لارښوونې په خپل ورځني ژوند کې عملي کړئ، ځکه نبوي سیرت د واقعي ژوند لپاره تر ټولو غوره لارښوود دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر وویل: دغه سیالۍ د ګردیز ښار د خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د هڅونې او علمي سطحې لوړوالې په موخه ترسره شوه.
ورته مهال د سیالۍ ګډنوالو هم وویل: چې دا ډول سیالۍ د زده کوونکو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کوي او د هغوی د علمي کچې لوړوالي لپاره ګټورې دي.
د مسوولینو په خبره، د دغو سیالۍ پایلې به د ټاکل شوې کمېټې له لورې وکتل شي او ژر به اعلان شي.
۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ ق
