پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو د هنري اثارو درې ورځنی نندارتون پیل شو.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل: د دغه ډول فرهنګي پروګرامونو له جوړولو څخه یې موخه د هنرمندانو د وړتیاوو څرګندول، د هنرمندانو هڅول او په ځانګړي توګه د خطاطانو د هنري اثارو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال په پکتیا کې شاوخوا ۲۰۰ خطاطان او نقاشان فعالیت کوي او هڅه کوو، چې دغه برخه لا پیاوړې کړو.
ورته مهال هنرمندانو وویل: د هنري سیالیو او نندارتونونو جوړېدل هنرمندانو ته فرصت برابروي ترڅو خپل استعدادونه وښيي، له نورو هنرمندانو سره خپلې تجربې شریکې کړي او خپل اثار خلکو ته ور وپېژني.
دوی د هنرمندانو د هڅونې او ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د هنر د ودې لپاره باید ورته پروګرامونه لاډیر شي، ځکه د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د خطاطۍ او نقاشۍ د هنر د ودې، د هنري اثارو د معرفي کولو او د هنرمندانو د هڅونې لپاره ارزښتمن ګام دی.
د نندارتون یو شمېر لیدونکو د هنرمندانو له لوري جوړ شوي اثار او د دغه ډول فرهنګي پروګرامونو جوړېدل د هنر او فرهنګ د ودې، د هنري استعدادونو د پېژندنې او د خلکو ترمنځ د فرهنګي پوهاوي د پیاوړتیا لپاره ګټور وبلل.

۱۴۴۸/٤/۲۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۷
Background image

برگزاری مسابقه سیرت النبیﷺ میان حدود ۱۰۰۰ تن در گردیز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا به هماهنگی مشترک ریاست معارف این ولایت و اداره فکری و فرهنگی الکوثر مسابقه سیرت النبیﷺ را میان حدود ۱۰۰۰ تن شاگرد مکاتب خصوصی شهر گردیز این ولایت راه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری مسابقه هنری و نمایشگاه سه روزه در پکتیا 

ریاست هنرستان وزارت اطلاعات و فرهنگ و ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا مسابقه آثار هنری را میان حدود ۱۰۰ تن راه‌اندازی کردند و هم‌چنان نمایشگاه سه روزه آثار هنری این هنرمندان نیز آغاز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب به کتاب‌خانه عامه بغلان اهدا گردید 

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب از سوی مقام ولایت بغلان به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت اهدا شد.
مولوی اسدالله مصطفی هاشمی رییس اطلاعات و فرهنگ بغلان، گفت که این کتاب‌ها بخش. . .

BACK TO NEWS