محمد طاهر زهير: تر هغو چې په افغانستان کې فرهنګي اصلاحات او بدلون رامنځ ته نه شي؛ هېڅ بدلون به ښه پایله ونلري

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۶ - ۱۱:۲
محمد طاهر زهير: تر هغو چې په افغانستان کې فرهنګي اصلاحات او بدلون رامنځ ته نه شي؛ هېڅ بدلون به ښه پایله ونلري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت له رييسانو او کارکوونکو سره په غونډه کې، د کوچني اختر په مناسبت هغوى ته مبارکي وويله.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د تېر اختر په مناسبت د دغه وزارت رييسانو او کارکوونکو ته مبارکي وويله او د الله (ج) له درباره يې د افغانستان د خلکو په تېره بيا د دغه وزارت د کارکوونکو د عبادتونو د قبلېدو هیله وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې په افغانستان کې د بېځايه لګښتونو په ګډون ځیني ناوړه دودونه او رواجونه او يولړ نور موارد چې له افغاني فرهنګ سره جوړ نه دي؛ رواج شوي دي.
هغه وويل: پخوا زموږ نېکونه راټولېدل او اختر يې د مينې، صميميت، سولې، روغې جوړې، یووالي او پيوستون په خبرو او د هېواد د خلکو د وياړونو په بيانولو سره نمانځه.
هغه زياته کړه چې اوس هم د افغانستان د وياړونو، معنويت، فکر او فرهنګ د جوتولو لپاره فرصت شته.
محمد طاهر زهير د ناوړو دودونو د اصلاح او د فرهنګي ودې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رول مهم وباله او څرګنده يې کړه چې په افغانستان کې هر فرصت کېداى شي د فرهنګ جوړولو لپاره يو فرصت وي.
هغه ټينګار وکړ: په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ټولې هلې ځلې بايد د دې لپاره وي چې په خپل کار، خبرو او چلند کې نورو ته فرهنګي بېلګه واوسو او تر هغو چې په افغانستان کې فرهنګ اصلاح نه شي او فرهنګي اصلاحات او بدلون رامنځ ته نه شي؛ هېڅ بدلون به ښه پایله ونه لري.
همدارنګه په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق، د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي او د ګرځندوى، مالي او اداري معين عبدالبشير حکيمي په وار سره خبرې وکړې. هغوى هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته د کوچني اختر مبارکي وويله او د خپلو اړوندو چارو د لاښه والي په خاطر يې د خپلو هلوځلو ډاډ ورکړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ټينګار وکړ چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي کمېسيون د پرېکړې له مخې؛ په دولتي ادارو کې د ماسک کارول او د روغتيايي لارښونو رعايتول جبري دي.
هغه هيله څرګنده کړه چې د هېواد خلک په تېره بيا دولتي کارکوونکي د روغتيايي لارښوونو په رعايتولو او د ماسک په کارولو سره، وکولاى شي د کرونا درېمې څپې ته هم ماتې ورکړي.

کابل / د غويي ۲۶مه / باختر

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۹
Background image

اعلان نتایج مسابقه سیرت النبیﷺ در لغمان 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره علمی و فرهنگی البرهان مسابقه کتاب‌خوانی سیرت النبیﷺ میان ۴۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرده بود که نتایج آن اعلان و اشتراک‌کنندگان برتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۲۴
Background image

برگزاری سیمینار آگاهی‌دهی فرمان شماره هفده به شاگردان در ولایت نیمروز 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت نیمروز، سیمینار آگاهی‌دهی دربارهٔ فرمان شماره ۱۷ زعیم کشور حفظه‌الله را به شاگردان مرکز آموزشی این ریاست برگزار کرد. این فرمان به‌منظور جلوگیری از رسوم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۵۸
Background image

سیمینار تحت عنوان «رسالت جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» در کندز برگزار گردید

ریاست امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندز سیمینار یک‌روزهٔ تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» را در ساحه ملاقلی. . .

BACK TO NEWS