د اوولسمې ګڼې فرمان د ښه تطبیق لپاره له دیني علماوو سره غونډه ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۲
..

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له یو شمېر دیني علماوو سره غونډه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان پر تطبیق او تشریح ټینګار وشو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: چې ځینې ناسم دودونه او رواجونه، په ځانګړي ډول د واده، فاتحې، ماتم، حج او نورو مناسبتونو په مراسمو کې، پر خلکو درانه لګښتونه تپي او کله ناکله د کورنیو ستونزو لامل هم کېږي.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې دیني علماء مسوولیت لري، څو د خلکو د باورونو د اصلاح، د ناسمـو دودونو او رواجونو د مخنیوي او په بېلابېلو مراسمو کې د اضافي لګښتونو د کمولو په موخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
په همدې حال کې، مولوي سیدالرحمن سنګري د ګډونوالو عالمانو په استازیتوب ژمنه وکړه، چې دیني عالمان به د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د خلکو د پوهاوي او په ټولنه کې د ناسمو دودونو او رواجونو د کمولو په برخه کې همکاري وکړي.
۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۶:۰
Background image

نشستِ با علمای‌کرام ولایت بغلان برگزار شد 

ریاست اطلاعات و فرهنگ بغلان، نشستی را با شماری از علماءکرام این ولایت برگزار کرد که در آن، بر تطبیق و تشریح فرمان شماره ۱۷عالیقد امیرالمومنین حفظه الله تعالی تأکید شد.
مولوی اسدالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

برنامهٔ هفت روزه‌یی تحت عنوان (آشنایی با سیستم‌های اداری و مراسلات اداری) به پایان رسید 

چهارشنبه مورخ(۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸) آمریت ارتقاءظرفیت و انکشاف ادارهٔ ریاست امور کارکنانِ معینیت گرځندوی، مالی و اداریِ وزارت اطلاعات و فرهنگ برنامهٔ آموزشی هفت روزه‌یی را تحت عنوان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۷
Background image

بخش دوم رادیوی خصوصی عینک در ولسوالی محمدآغه افتتاح شد

رادیوی خصوصی عینک که در شهر پل‌علم، مرکز ولایت لوگر فعالیت دارد، بخش دوم خود را در ولسوالی محمدآغه نیز افتتاح کرد. در مراسم افتتاح این بخش، مولوی ثواب‌جان اسلام‌یار رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

BACK TO NEWS