د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د دغه وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئیسانو، د جوزجان ولایت سیمه‌ییزو ادارو مسئولینو، خبریالانو، د رسنیو مسئولینو او ځوانانو په شتون کې په شبرغان ښار کې ترسره شو.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف‌الدین معتصم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ژورنالېستان یوازې د خبر رسوونکي نه دي، بلکې د حقایقو انعکاسوونکي، خلکو ته د پوهاوي ورکوونکي او د ولسونو او حکومت ترمنځ د اړیکو جوړونکي دي، رسنۍ او خبریالان په هره ټولنه کې د عامه پوهاوي او د پېښو د انعکاس په برخه کې مهم رول لري او د مسلکي اصولو په رعایت او مسئولیت‌ منلو سره کولای شي، د ټولنې د پوهاوي او انسجام په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: رسنۍ د څلورمې قوې په توګه د عامه افکارو په اصلاح او د معلوماتو په رسنیزو کولو کې مهم رول لري او د رسنیو مسئولیت دی، چې حقایق په سمه او مسئولانه توګه خلکو ته ورسوي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه؛ چې رسنۍ د لاسته راوړنو د انعکاس ترڅنګ باید د خلکو ستونزې هم په بې‌طرفه او رښتینې توګه له مسئولینو سره شریکې کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ادارو ویاندویان مکلف دي، چې اړین معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي، ترڅو د اوازو او ناسمومعلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.
د خپرونو چارو معین همدارنګه د ټولنیزو شبکو پر سمې کارونې ټینګار وکړ او ویې ویل: له دغو وسایلو څخه باید د عامه پوهاوي او ټولنې د خدمت لپاره استفاده وشي.
په دې سیمینار کې پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفی‌الله رائد، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د جوزجان ولایت د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون استادانو او د خبریالانو په استازولۍ یو تن خبریال د خبریالانو د مسلکي مسئولیتونو، د فکري او عقیدوي ظرفیت د لوړونې د اهمیت، په رسنیز ډګر کې رښتینولۍ، دقت او د مسئولیت‌ منلو، د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د رول او په رسنیزو فعالیتونو کې د اسلامي ارزښتونو د رعایت په اړه خبرې وکړې.
ویناوالو همدارنګه په ژوند کې د هدف ټاکلو، له قومي، سمتي او ژبني تعصباتو څخه پر ډډه کولو، د رسنیو او مسئولینو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او د رسنیزو ستونزو پر حل هم ټینګار وکړ.
همداراز ګډونوالو د خبریالانو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام او د خبریالانو د ظرفیت لوړولو، د رسنیو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه او سیمه‌ییزو رسنیو د حقایقو د انعکاس او خپلو مسلکي مسئولیتونو د ترسره کولو په برخه کې یې پوره ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۶:۰
Background image

نشستِ با علمای‌کرام ولایت بغلان برگزار شد 

ریاست اطلاعات و فرهنگ بغلان، نشستی را با شماری از علماءکرام این ولایت برگزار کرد که در آن، بر تطبیق و تشریح فرمان شماره ۱۷عالیقد امیرالمومنین حفظه الله تعالی تأکید شد.
مولوی اسدالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

برنامهٔ هفت روزه‌یی تحت عنوان (آشنایی با سیستم‌های اداری و مراسلات اداری) به پایان رسید 

چهارشنبه مورخ(۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸) آمریت ارتقاءظرفیت و انکشاف ادارهٔ ریاست امور کارکنانِ معینیت گرځندوی، مالی و اداریِ وزارت اطلاعات و فرهنگ برنامهٔ آموزشی هفت روزه‌یی را تحت عنوان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۷
Background image

بخش دوم رادیوی خصوصی عینک در ولسوالی محمدآغه افتتاح شد

رادیوی خصوصی عینک که در شهر پل‌علم، مرکز ولایت لوگر فعالیت دارد، بخش دوم خود را در ولسوالی محمدآغه نیز افتتاح کرد. در مراسم افتتاح این بخش، مولوی ثواب‌جان اسلام‌یار رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

BACK TO NEWS