سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د فاریاب سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو، چې په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د سیمهئیزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الدین محمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: له شک پرته، د دې ډول پروګرامونو جوړول د خبریالانو د فکري ودې، د دیني او اسلامي باورونو د پیاوړتیا، د مسلکي پوهې لوړولو او د رسنیزو فعالیتونو د کیفیت د ښه والي په برخه کې اغېزمن رول لري.
د نوموړي په وینا؛ رسنۍ په اوسني عصر کې د عامه پوهاوي، د ټولنې د اصلاح، د فرهنګي ودې او د واقعیتونو د انعکاس له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي او ژورنالیستان مسؤلیت لري، چې په صداقت، امانتدارۍ، دقت او د مسلکي اصولو په رعایت سره خلکو ته سم او ګټور معلومات وړاندې کړي.
همدارنګه د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي د ژورنالیستانو او رسنیو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ باید د امیرالمؤمنین (حفظه الله) ټول فرامین چې د خلکو د هوساینې په موخه صادر شوي، تر ولسونو ورسوي او باید د اسلامي امارت ټولې هغه سترې لاسته راوړنې، چې په تېرو څو لسیزو کې یې بېلګه نه لیدل کېږي، ولسونو او نړیوالو ته ورسوي.
د ښاغلي فراهي په وینا؛ د ادارو مسؤلین او ویاندویان مکلف دي، چې له رسنیو سره هر اړخیزه همکاري وکړي او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د ناسمو خبرونو له خپرېدو او نشرېدو څخه مخنیوی وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد او یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو او د پوهنتون استادانو د خبریالۍ اصولو او ژورنالیستانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: خبریالان باید د خبرونو د خپرولو پر مهال د خبر له حقیقت او کرهوالي څخه ډاډ ترلاسه کړي؛ ځکه د اسلام مبارک دین د درواغجنو او بېاساسو خبرونو د خپرولو اجازه نه ورکوي.
ویناوالو زیاته کړه؛ چې ژورنالیستان د ټولنې ښوونکي دي، د رسنیو مسؤلیت د یوې باخبره ټولنې جوړول دي. دوی ټینګار وکړ، چې خبریالان باید خپل فعالیتونه د دیني او عقیدوي ارزښتونو له مخې او د هېواد د پرمختګ په موخه ترسره کړي.
د سیمینار په پای کې یو تن ژورنالیست د فاریاب ولایت د ژورنالیستانو په استازولۍ خبرې وکړې او د رسنیو او ژورنالیستانو د ستونزو د حل غوښتونکی شو، نوموړي د دغه سیمینار له جوړېدو د هرکلی ترڅنګ د ورته نورو پروګرامونو په جوړولو هم ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۴/۱ هـ ق
