ځوانانو ته د آنلاین او سوداګرۍ زده کړو مرکز پرانېستل شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۴
...

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست، د اکتید مؤسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت ۱۷۴ تنو ځوانانو لپاره د آنلاین او سوداګرۍ زدهدکړو زمینه برابره کړه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې پروګرام د پرانېستې په مراسمو کې د علم او پوهې پر اهمیت او په ټولنه کې د ځوانانو پر رول خبرې وکړې. 
نوموړي د دې روزنیز پروګرام د زمینې برابرولو له امله له اکتید مؤسسې څخه مننه وکړه. هغه د دغه مرکز جوړول د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو او اقتصادي ځان‌ بسیاینې په برخه کې مهم وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپلې زده‌ کړې په جدي توګه تعقیب کړي.
بلخوا، د شمال‌ختیځ زون لپاره د اکتید دفتر همغږي کوونکي د ځوانانو د جذب په بهیر کې د روڼتیا او د درسي ټولګیو د معیاري کولو په اړه ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې ځوانان به له دې مرکز څخه تر فراغت وروسته په ټولنه کې فعال او پر ځان بسیا شي.
د پروګرام ګډونوالو ځوانانو هم د اطلاعاتو او کلتور له ریاست او اکتید مؤسسې څخه مننه وکړه او له مسوولینو یې وغوښتل چې د ځوانانو د زده‌ کړې او پیاوړتیا لپاره لا ډېره پاملرنه وکړي.

١٤٤٨/٣/٣٠ ه ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با مسوولان مطبوعاتی و ولسوالان 

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل در رأس هیأتی، طی دو روز به تمام ولسوالی‌های ولایت کابل سفر کرد و با ولسوالان و مسوولان مطبوعاتی این ولسوالی‌ها دربارهٔ هماهنگی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

تأکید بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام

مولوی عبدالله مختار والی بغلان، در دیداری با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام. . .

BACK TO NEWS