په هرات کې د ۱۵ څخه د زیاتو پخوانیو او دودیزو هنرونو بیا راژوندي کول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۱۵
..

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت مسؤلين وايي، په دغه مرکز کې د دودیزو هنرونو او لاسي صنایعو د زده کړې، تولید او ودې لپاره د هنر مینه والو ته له پنځلسو څخه د زیاتو پخوانیو او دودیزو هنرونو او لاسي صنایعو د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د مسؤلینو په وینا؛ په دې دارالفنون کې هنرمندان د دودیزو هنرونو ترڅنګ، د ښکلو هنرونو په بېلابېلو برخو او عصري سبکونو کې هم فعالیت کوي او هڅې کېږي، چې د ځوانانو د هنري استعدادونو د ودې او د پخوانیو لاسي صنایعو د ساتنې لپاره زمینه برابره شي، دا مرکز په بېلابېلو هنري برخو کې فعالیت لري او د دودیزو هنرونو ساتنې ته پاملرنه کولای شي، د هېواد د فرهنګي میراثونو په خوندي کولو او راتلونکو نسلونو ته د دغو هنرونو په لېږد کې مهم رول ولري.
د دارالفنون یو شمېر فعال هنرمندان وايي: په دغه مرکز کې تولید شوي هنري اثار د کورنیو بازارونو ترڅنګ، د یو شمېر بهرنیو وګړو له خوا هم پېرودل کېږي، د لاسي صنایعو لپاره د مناسب بازار رامنځته کېدل کولی شي د دغو هنرونو د لا ودې او هنرمندانو ته د اقتصادي فرصتونو د برابرېدو زمینه برابره کړي.
تسبیح جوړونه، خراسي، ښیښه جوړونه، میناتوري، حکاکي، د لرګیو صنایع، نقاشي، مهره دوزي او یو شمېر نور لاسي صنایع هغه هنرونه دي، چې د هرات په دارالفنون کې یې زده کړه او تولید کېږي.
دغه فرهنګي مرکز د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د اختیارالدین کلا دننه په وړیا توګه د هنرمندانو په واک کې ورکړل شوی دی.

١٤٤٨/٣/٣٠ ه ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با مسوولان مطبوعاتی و ولسوالان 

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل در رأس هیأتی، طی دو روز به تمام ولسوالی‌های ولایت کابل سفر کرد و با ولسوالان و مسوولان مطبوعاتی این ولسوالی‌ها دربارهٔ هماهنگی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

تأکید بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام

مولوی عبدالله مختار والی بغلان، در دیداری با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام. . .

BACK TO NEWS