محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان د فرهنګ او فرهنګيانو کور دى
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د هرات تياتر له هنرمندانو سره په کتنه کې څرګنده کړه چې دغه وزارت د افغانستان د فرهنګ او فرهنګيانو کور دى.
د باختر آژانس خبريال دخبرله مخې؛ په دې کتنه کې دهرات هنرمندانو د خپلو هنري فعاليتونوپه اړه معلومات ورکړل او خپلې يو لړ ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې.
دغه راز د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تياتر مدير فريدون فکوري له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د هنرمندانو په ځانګړي توګه د هرات د تياتر د هنرمندانو د ملاتړ غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه چې د جمهوريت د ارزښتونو د دفاع په خاطر داسې هنري پروګرامونه اجرا کوي چې ښه انعکاس او خلکو ته مهم پيغام ولري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په ټولنه کې د هنرمندانو نقش مهم وباله او يو ځل بيا له هنرمندانو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان د فرهنګ او فرهنګيانو کور دى.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هرات د تياتر د هنرمندانو د ستونزو د لرې کولو په خاطر د همکارۍ ژمنه وکړه.
کابل/ د غویي ١٨ مه/ باختر
