کامه کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د کتاب (اهل السنة والجماعة عقيده) پر منځپانګې لویه ولسي غونډه جوړه شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۱۲
..

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کامې ولسوالۍ د پوهنې آمریت په همغږۍ د یادې ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د کتاب (اهل السنة والجماعة عقیده) پر منځپانګې د عامه پوهاوي لویه ولسي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ځايي مسؤلینو ترڅنګ قومي مشرانو، د دیني مدرسو او ښوونځیو زده‌ کوونکو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کامې ولسوالۍ مرستیال ولسوال مولوي محمد سعید عمر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه یې مننه وکړه، چې د کامې ولسونو لپاره یې دغه ولسي غونډه جوړه کړې ده.
دغه راز د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح‌ الله نوراني وویل: هېوادوالو تل د اسلامي ارزښتونو، یووالي او ملي ثبات د ساتنې لپاره مبارزه کړې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) نوی تألیف شوی کتاب (اهل السنة والجماعة عقیده) کې د اهل السنة والجماعة د عقیدې، اسلامي عقایدو پېژندنې، د حق او باطل د عقایدو توپیر او د مسلمانانو د عقیدوي پوهاوي په اړه مهم او ارزښتمند مطالب بیان شوي دي.
په غونډه کې نوور ویناوالو هم وویل: افغانانو ته په کار ده، چې د یووالي له لارې د هېواد د سولې او ثبات د ساتنې او سوکالۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.
ویناوالو زیاته کړه، چې د اسلامي نظام له بیا ځلې حاکمیت سره په هېواد کې د امنیت او ثبات زمینه برابره شوې او د ټولنې د سمون لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.
په پای کې د کامې د ولسونو په استازیتوب قومي مخور ډاکټر محمد قاسم کامه‌وال وویل: د اسلامي نظام حاکمیت د افغان ولسونو له مهمو غوښتنو څخه وو او د دې موخې د تحقق لپاره افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې دي. د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی او د دې نظام د پیاوړتیا لپاره باید په عقیدوي او عملي لحاظ هڅې وشي.
نوموړي د ولسونو په استازیتوب د اسلامي نظام مسؤلینو ته په ټولو برخو کې د پوره همکاریو ډاډ هم ورکړ.

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با مسوولان مطبوعاتی و ولسوالان 

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل در رأس هیأتی، طی دو روز به تمام ولسوالی‌های ولایت کابل سفر کرد و با ولسوالان و مسوولان مطبوعاتی این ولسوالی‌ها دربارهٔ هماهنگی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

تأکید بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام

مولوی عبدالله مختار والی بغلان، در دیداری با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام. . .

BACK TO NEWS