د زابل عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه بېلابېل کتابونه ډالۍ شول
د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت د زابل له عامه کتابتون څخه د لیدنې پرمهال، یاد کتابتون ته لسګونه ټوکه بېلابېل سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او نور علمي کتابونه ډالۍ کړل.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د نوموړي له دې علمي او فرهنګي مرستې څخه مننه وکړه او دا یې د کتاب لوستنې فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار د دغه اقدام قدرداني وکړه او له نورو مسؤلینو، فرهنګي شخصیتونو او ځوانانو څخه یې هم د ورته همکاریو غوښتنه وکړه.
ورته مهال د زابل د عامه کتابتون مدیر هم د ښاغلي فطرت همکارۍ وستایله او له ټولو مسؤلینو، فرهنګیانو او ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د مطالعې د فرهنګ په پراختیا کې پوره برخه واخلي، ترڅو د زابل عامه کتابتون د علمي او فرهنګي فعالیتونو پر یو پیاوړي مرکز بدل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې ټول ځوانان کولای شي د زابل عامه کتابتون ته مراجعه وکړي، له شته کتابونو څخه ګټه واخلي او د کتابتون د اصولو له مخې کتابونه مطالعه او د اړتیا پر مهال یې له ځان سره یوسي.
۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق
