هرات کې د سیاحتي خدمتونو د ظرفیت لوړونې لومړنی درې ورځنی سیمینار جوړ شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۵۹
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ له لوري د لومړي ځل لپاره په هرات کې د لوېدیځ زون د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي شرکتونو د مسؤولینو لپاره د سیاحتي خدمتونو د ظرفیت لوړونې او پیاوړتیا په موخه درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ آمر مولوي محمدزمان ناصري وویل: د دې سیمینار موخه د سیاحتي شرکتونو د مسؤلینو د ظرفیت لوړونه، مسلکي روزنه او لازمې لارښوونې وړاندې کول دي. نوموړي زیاته کړه، چې ډېری سیاحتي شرکتونه مسلکي کارکوونکي نه لري او د دې ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول کولای شي، چې د دغې برخې د خدمتونو کیفیت لا ښه کړي. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت د واکمنۍ د لومړیو کلونو په پرتله اوس مهال د هېواد د ګرځندوی صنعت شاوخوا ۸۰ سلنه وده کړې او دا بهیر لا هم د پراختیا په حال کې دی.
ورته مهال، د هرات ولایت د سیاحتي، روغتیايي او زیارتي شرکتونو د اتحادیې رئیس حاجي محمد فاریابي د دغه سیمینار جوړېدل د لوېدیځ زون د سیاحتي فعالیتونو د ودې لپاره یو اغیزمن ګام وباله او د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه، ترڅو د سیاحتي شرکتونو ظرفیتونه لا پیاوړې شي.
همدارنګه، د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: په دغه ولایت کې د ګرځندویانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د بادغیس له طبیعي او تاریخي جاذبو څخه لیدنه کړې ده.
دغه راز د یو شمېر سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د دې سیمینار له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: په هرات کې د ګرځندوی صنعت د ودې په حال کې دی او د لا پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده. د یادو شرکتونو مسؤلینو له اړوندو امارتي مسؤولینو څخه وغوښتل چې د سیاحتي شرکتونو ملاتړ لاډېر کړي او په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو هېواد ته د لا ډېرو بهرنیو ګرځندویانو د جذب زمینه برابره شي.

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۴
Background image

برگزاری نخستین سیمینار سه‌روزه ارتقای‌ظرفیت خدمات سیاحتی در هرات

انستیتوت توریزم و هوتل‌داری معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ برای نخستین‌بار، سیمینار سه‌روزه ارتقای‌ظرفیت و توانمندسازی خدمات سیاحتی را به مسوولان شرکت‌های سیاحتی،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۶
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۸)، به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۹:۳۷
Background image

معین جدید فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ معرفی و رسماً آغاز به کار کرد

بر اساس حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان، شیخ عبدالرحمن طیبی رییس پیشین پوهنتون کندهار، به‌حیث معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ تعیین شد و طی مراسمی با حضور شیخ صاحب شیراحمد حقانی. . .

BACK TO NEWS