د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
..

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلین وایي، چې دغه نندارتونونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ او د خصوصي کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ جوړ شوي دي. په دې نندارتونونو کې د عامه کتابتونونو او خصوصي کتابتونونو سلګونه ټوکه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي، چې لیدونکي کولای شي د علمي، فرهنګي او ادبي برخو تازه آثار وګوري.
د مسؤلینو په وینا د دغو نندارتونونو د جوړېدو موخه د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو او لوستې طبقې ترمنځ د مطالعې او کتاب‌لوستنې فرهنګ پیاوړی کول دي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې په دغو نندارتونونو کې کتابونه په ځانګړي تخفیف سره هم پلورل کېږي، ترڅو خلکو ته د بېلابېلو کتابونو لاس رسي په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
ورته مهال یو شمېر ګډونوالو د دې ډول نندارتونونو جوړېدل د کتاب‌لوستنې د فرهنګ په ترویج کې اغیزمن ګام وبلل او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او نورو همکارو ادارو له ترسره کړیو هڅو څخه یې مننه وکړه.
مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د دې ډول نندارتونونو جوړول کولای شي د عامه پوهاوي په لوړولو، د مطالعې فرهنګ په پیاوړتیا او کتاب‌لوستنې ته د ځوان نسل په هڅولو کې مهم رول ولوبوي.

۱۴۴۷/۱۲/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۹
Background image

برگزاری نمایشگاه‌های کتاب به مناسبت هفته کتاب و کتاب‌خوانی در ولایات کشور

به مناسبت هفته کتاب، نمایشگاه‌های کتاب در ولایت‌های مختلف کشور برگزار شده است. در این نمایشگاه‌ها صدها عنوان کتاب در بخش‌های علوم دینی و علوم عصری در معرض دید علاقه‌مندان قرار گرفته است. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۳
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۱ ذوالحجه ۱۴۴۷) نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشراتِ وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار گردید.
 در آغاز نشست، منشی کمیسیون گزارش فعالیت‌ها و اجراآت انجام‌شده را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۵
Background image

افتتاح غرفه انتشارات کتاب‌فروشی بیهقی در سرپل

ریاست نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ با هدف فراهم‌سازی دسترسی آسان به کتاب‌‌های مفید و معیاری با قیمت مناسب، ترویج فرهنگ مطالعه و غنی‌سازی سطح علمی غرفه. . .

BACK TO NEWS