د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ د دې ولایت له مطبعې څخه هم لیدنه وکړه.
د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس په دې لیدنه کې د بیت‌المال پر ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل: د دې مطبعې د بیا ځلې فعالولو لپاره به له هرې ممکنې لارې هڅه وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې مطبعې د ارزونې راپور به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مقام سره شریک شي او وروسته به یې د ترمیم او بیا ځلې فعالولو په اړه پرېکړه وشي.
دغه راز د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د دې مطبعې غیرفعاله وسایل به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي ملاتړ ترمیم او بیا ځلې فعال شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني پنجشېر ولایت ته د سفر پر مهال د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دې مطبعې د بیا رغونې ژمنه کړې وه.
اوس مهال د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه له پنځو چاپي ماشینونو او نورو اړینو وسایلو سره مجهزه ده، خو د تخنیکي ستونزو له امله فعالیت نه کوي.
ورته مهال فرهنګیان او لیکوالان د دې مطبعې بیا رغونه یوه مهمه اړتیا بولي او د یادې مطبعې بیا ځلې فعالېدل یو ارزښتمند پرمختګ او لاسته راوړنه ګڼي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی بهاری(لغمان سرسبز)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به هماهنگی ریاست ترنم و ترانه‌های وزارت اطلاعات و فرهنگ مشاعره عنعنوی بهاری لغمان سرسبز را در کنار دریای خروشان الینگار شهر مهترلام راه‌اندازی کرد که. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال این ولایت راه‌اندازی کردند که هدف از برگزاری این نشست، ترویج ارزش‌های اسلامی و ملی در جامعه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

تقدیرشاگردان خلاق مکتب خصوصی در کاپیسا 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا شماری از شاگردان مکتب خصوصی را که در بخش‌های خطاطی، خوشنویسی و نقاشی فعالیت‌های ابتکاری انجام داده، طی مراسمی تقدیر کرد.
رییس اطلاعات و فرهنگ در جریان. . .

BACK TO NEWS