ليکوالانو ته يو ورځنی فکري او اصلاحي سېمينار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۴
..

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولايت ګڼ شمېر ليکوالانو، فرهنګي مبارزینو او استادانو ته يو ورځنی فکري او اصلاحي سېمينار وړاندې شو، چې په دې سیمینار کې د لیکوالانو او فرهنګي مبارزینو او د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي هم ګډون درلوده.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: لیکوالي د الله (جل جلاله) یو ستر نعمت دی، لیکوالانو ته په کار ده، چې د خپلو لیکنو له لارې د پوهې او اصلاح پیغامونه خپاره او د نظام ټینګښت او د خلکو یووالي ته کار وکړي، ترڅو د هېواد راتلونکو نسلونو ته یوه ارزښتناکه فکري پانګه پاتې شي.
د سیمینار په لړ کې د استادانو له لوري د (ژمن لیکوال څوک دی؟)، (د ارزښتونو په ساتنه کې د لیکوال مسٶلیت)او (د اسلام له نظره د لیکوال او لیکوالۍ ارزښت) په نامه مقالې وړاندې شوې.
استادانو وویل: ژمن لیکوال هغه څوک دی، چې د خپلې ټولنې درد، ستونزې او اړتیاوې درک کړي او د خپلو لیکنو له لارې د اصلاح، ویښتیا او مثبت بدلون پیغامونه خپاره کړي. لیکوالان د ارزښتونو، فرهنګي هویت او اسلامي عقایدو په ساتنه او پیاوړتیا کې مهم رول لري او باید د خپلو اثارو له لارې د یووالي، سولې او ورورولۍ روحیه لا پیاوړې کړي.
د سېمینار په وروستۍ برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د سېمینار ارزونه وکړه او د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او د لیکوالانو هڅې یې وستاېلې. 
ښاغلي فراهي زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو لیکوالانو او قلم خاوندانو د کتابونو د چاپ لګښت پر غاړه اخلي، چې د کتابونو د چاپ توان ونه لري او دغه ډول سېمینارونه د ځوانانو فکري روزنې او د ادب د ډګر مینه والو لپاره خورا ګټور دي، نوموړي لیکوالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو لیکنو له لارې د ځوان نسل په روزنه او فکري ویښتیا کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۹
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸)، نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از کتاب‌ها تصامیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۴
Background image

هیأت فرهنگی اوزبیکستان از آبدات تاریخی ولسوالی اندخوی فاریاب بازدید کرد

هیأت فرهنگی جمهوری اوزبیکستان به هدف تقویت روابط فرهنگی میان دو کشور و بازدید از آبدات تاریخی، با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب، مسوولان محلی، علمای‌کرام، بزرگان و فرهنگیان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴
Background image

برگزاری سیمینار علمی به ده‌ها شاگرد در میدان‌وردگ 

مولوی حبیب الله مجاهد رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ سیمینار علمی را در رابطه به ارزش علم و دانش به ده‌ها تن از شاگردان‌ و استادان لیسه خصوصی این ولایت ارایه کرد.
آقای مجاهد ضمن. . .

BACK TO NEWS