لغمان کې یوه لرغونې سیمه کشف شوه
د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو دایمي پنډغالي سره د تورغره په لمن کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې تاریخي مخینه یې د بودیزم دورې ته رسیږي.
د یاد ریاست مسؤلینو وویل: د دې لرغونې سیمې تاریخي مخینه د بودیزم دورې ته رسیږي چې په تیږو کښل شوې مجسمې، تاخچې، پخواني جوړ شوي دیوالونه او ځینې نورې نښې پکې لیدل کیږي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې لغمان کې ټولو لرغونو سیمو ته پاملرنه شته او هڅه کوي، چې د یادو سیمو په ساتلو کې په بشپړه توګه خپل مسؤلیت ادا کړي.
۱۴۴۷/۱۱/۲۴ هـ ق
