د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
..

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري د ۷۲۰۶/۳۴۶۶ ګڼې فرمان تشریح کړ، چې د دغه فرمان له مخې په بلنلیکونو، د خط په پاکټونو او هغه کاغذونو چې په بې ځایه ځایونو کې غورځول کیږي د قرآنکریم مبارکو آیتونو، د الله تعالی او د پیغمبر(ص) د نومونو لیکل منع دي، نوموړي د دې کار په مخنیوي ټینګار وکړ.
ښاغلي وثیق د غونډې پر مهال له چاپ څخه مخکې د کتابونو ارزونې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل: هر کتاب باید له چاپ مخکې د کتابونو د ارزونې کمېسیون ته وړاندې شي. همدارنګه هر لیکوال او خپرندوی باید د خپل کتاب لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د ISBN شمېره ترلاسه کړي، ترڅو په راتلونکي کې د کتابونو د چاپ او خپرولو بهیر منظم او اصولي شي، د لیکوالانو او مؤلفانو حقوق خوندي پاتې شي او له غیرقانوني کړنو څخه مخنیوی وشي.
د غونډې په پای کې د فوتوکاپي مرکزونو مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو د دا ډول غونډو له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې یاد فرمان به په پوره توګه پلي کړي او د خپرندویانو او لیکوالانو د حقونو د ساتنې په برخه کې به بشپړه همکاري وکړي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

تعیین و تثبیت حریم ۴۴ ساحه باستانی و آبده تاریخی در ۸ ولایت کشور

هیأت کمیته باستان‌شناسی طی یک سفر کاری به ولایت‌های غزنی، زابل، ارزگان، قندهار، هلمند، نیمروز، فراه و هرات، در مجموع ۴۴ ساحه باستانی و آبده تاریخی را مورد بررسی قرار داده و در رابطه به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۴۵
Background image

برگزاری سیمینار علمی و فرهنگی به اعضای کمیته‌های فرهنگی مکاتب در غزنی

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی به همکاری ریاست معارف این ولایت سیمینار علمی و فرهنگی را به اعضای کمیته‌های فرهنگی مکاتب امارتی و خصوصی این ولایت در مرکز ثقافت اسلامی راه‌اندازی کرد.
م. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۴
Background image

برگزاری مشاعره‌یی ادبی در ولایت زابل

مشاعره‌یی ادبی به مناسبت روز‌های آزادی(۲۴ و ۲۸ اسد) در ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت زابل راه‌اندازی گردید.
آمر فرهنگ و گرځندوی ریاست اطلاعات و فرهنگ می‌گوید که این مشاعره از سوی «البدر. . .

BACK TO NEWS