د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۲۲
..

‏سه شنبه (د۱۴۴۷ ذوالقعده الحرام ۱۱مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د ناستې په پیل کې، د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د بېلابېلو ادارو نوي استازي معرفي شول او د کمېسیون طرزالعمل ورته ووېشل او تشریح شو.
وروسته، د کمېسیون د ساحوي او مشورتي پروګرامونو د تنظیم او پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه د مشورتي او ساحوي پروګرامونو د لا بډاینې په موخه  
د کمېسیون د نویو غړو وړاندیزونه واوریدل شول.
په پای کې، د بهرنیو اصطلاحاتو او کلمو د بدیل یاداښت نوټ د اطلاعات او فرهنګ وزارت په رسمي لوګو او د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون په مهر باندې د بحث لاندې ونیول شو، چې یاد یاداښت نوټ د اصنافو او هټۍ لروونکو لپاره د بهرنیو اصطلاحاتو او کلمو د بدیلو وړاندې کولو په موخه د هېواد په ملي ژبو باندې طرحه شوی دی.

۱۴۰۵/۲/۸ هـ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS