پروان کې لسګونو تنو زده کوونکو ته روزنیز سیمینار پیل شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۰
...

د پروان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ د چاریکار اړوند ښونځیو لسګونو تنو مخکښو زده کوونکو ته د علمي ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز سیمینار پیل شو.
دغه روزنیز سیمینار چې شپږ اونۍ به دوام کوي، پکې د سکولاریزم د مخینې او اهدافو په اړه به زده کوونکو ته روزنه ورکول کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې پروګرام د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه ریاست د ځوان نسل ښې روزنې په موخه هڅه کوي، ترڅو ځوانانو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر کړي او د ځوانانو علمي ظرفیت لوړ کړي.
د نوموړي په وینا؛ یاد سیمینار د چاریکار ښار اړوند د لسو ښوونځیو لسګونو تنو مخکښو زده کوونکو ته جوړ شوی چې په پای کې به ازموینه هم واخیستل شي او لسو تنو مخکښو زده کوونکو ته به ډالۍ ورکړل شي.
ورته مهال د صادقي (رح) جامع جومات خطیب د ځوانانو د روزنې او د سکولاریزم پېژندنې په اړه خبرې وکړې، نوموړي ځوانان د ټولنې متحرک قشر وبلل او د ځوانانو د روزنې او علمي ظرفیت لوړونې په موخه یې د ورته روزنیز پروګرامونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
سیمینار کې ګډونوالو زده کوونکو د یاد سیمینار له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د داسې پروګرامونه جوړول یې د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو او ذهینت جوړولو په برخه کې مهم وبلل.

۱۴۴۷/۱۰/۲۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

سفیر جمهوری اندونیزیا ۱۵۰ جلد کتاب را به کتاب‌خانه‌عامه ولایت بامیان اهداء کرد

دکتور نندا آولیست سفیر جمهوری اندونیزیا در رأس هیأتی از کتاب‌خانه عامه ولایت بامیان دیدار به‌عمل آورد و و به تعداد ۱۵۰ جلد کتاب را به کتاب‌خانه عامه ولایت بامیان اهداء کرد.
دکتور نندا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۴۸
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری انستیتیوت توریزم و هوتل‌داری و اتحادیه‌ شرکت‌های خدمات مشورتی تحصیلی

شنبه مورخ(۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷)، انستیتیوت توریزم و هوتل‌داری ریاست تحقیق و انکشاف گرځندوی معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ با اتحادیه‌ شرکت‌های خدمات مشورتی تحصیلی را. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

دیدار معین فرهنگ و هنر با مسوول پروژه‌های یونسکو

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با سارا ضیایی مسوول پروژه‌های یونسکو دیدار کرد و دربارهٔ حفاظت از میراث‌های فرهنگی کشور، ترمیم و بازسازی بناهای تاریخی، وضعیت. . .

BACK TO NEWS