د رسنیو د ملاتړ او لا ښې همغږۍ په موخه له خبریالانو سره ناسته وشوه
د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري له ګڼ شمېر خبریالانو سره د رسنیو د ملاتړ او لا ښې همغږۍ په موخه ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په دې ناسته کې د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د خبریالانو د مسلکي ژمنتیا او د معلوماتو پر وخت خپرولو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې خبریالان باید د خپل مسلک پر اصولو ولاړ پاتې شي او د ولسونو د ستونزو او غوښتنو انعکاس ته ژمن واوسي.
مسؤلینو وویل: په بغلان کې خبریال ته د یو مجاهد په نظر کتل کېږي، ځکه خبریالان د حقایقو د څرګندولو او د خلکو د غږ رسولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. همداراز مسؤلینو له خبریالانو څخه وغوښتل چې مهمو موضوعاتو ته پر وخت او مسلکي توګه پوښښ ورکړي.
د ناستې په لړ کې ټینګار وشو، چې د رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ همغږي نوره هم پیاوړې شي، ترڅو معلومات پر وخت او په سمه توګه تر خلکو ورسیږي.
۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق
