د بغلان ولایت په سطحه په ښوونځیو کې د مطالعې کلتور د عامولو په موخه کمپاین پیل شو 

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۳۵
..

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پلخمري ښار کې د زده کوونکو ترمنځ د مطالعې کلتور پیاوړتیا او د ځوان نسل د پوهاوي کچې لوړولو په موخه کمپاین پیل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رییس وویل: مطالعه د یوې ټولنې د فکري او معنوي ودې بنسټ دی او هر څومره چې د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ پیاوړی کېږي، په هماغه اندازه به د هېواد راتلونکی روښانه وي، نوموړي زیاته کړه: له دغه کمپاین څخه موخه د زده‌کوونکو هڅول دي، چې د درسي مضامینو تر څنګ، نور علمي کتابونه هم مطالعه کړي، ترڅو یې د معلوماتو کچه او فکري لید پراخ شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ټینګار وکړ، چې دا ډول پروګرامونه به په دوامداره توګه جوړېږي او هڅه کېږي چې د مطالعې کلتور د زده‌کوونکو ترمنځ په یوه پیاوړي عادت بدل شي.
ورته وخت کې د بغلان د عامه کتابتون مسؤل وايي: د پلخمري ښار تر عامه کتابتون سربېره، د بغلان مرکزي، دوشي، خنجان او ده‌صلاح ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه فعال دي، چې هره ورځ لسګونه کسان د مطالعې لپاره ورته مراجعه کوي.

۱۴۴۷/۱۰/۱۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۴۸
Background image

برگزاری مشاعره‌ها در ولایات خوست و هلمند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت خوست به هدف قدردانی از خدمات ادب جهادی و چهره‌های برجسته ترنم، مشاعره‌یی را در این ولایت برگزار کرد و هم‌چنان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند نیز مشاعره‌یی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۳۱
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با مسوولان مطبعه‌ها و ناشران کتاب جهت تطبیق اصول کاپی‌رایت در ننگرهار 

مولوی عبدالظاهر مخلص آمر کاپی‌رایت وزارت اطلاعات و فرهنگ با مسوولان مطبعه‌های دولتی و خصوصی، مراکز فوتوکاپی‌ها، اتحادیه‌های نشر کتاب و کتاب‌فروشان با هدف تطبیق اصول کاپی‌رایت و حفاظت از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

BACK TO NEWS