ده صلاح، پل حصار او اندارب ولسوالیو کې د قومونو ترمنځ د یووالي په اړه جلا جلا غونډې جوړې شوې

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۸:۴۷
..

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ده صلاح، پل حصار او اندارب ولسوالیو کې جلا جلا غونډې جوړې شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رییس په دغو غونډو کې یووالی د اسلامي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو څخه وباله او ویې ویل: که اسلامي ټولنه د یووالي، ورورولۍ او همدردۍ پر لور حرکت وکړي، نو ډېرې ټولنیزې ستونزې به حل شي او په ټولنو کې به د پرمختګ، ثبات او امنیت زمینه برابره شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک باید د پخوا په څېر د هر ډول تېري او اشغال پر وړاندې خپل اتحاد او یووالی وساتي.
په دغو غونډو کې یو شمېر علماوو او د سیمې مشرانو هم د پاکستان پوځي رژيم تېری وغنده او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان خلک به د خپل یووالي په ساتلو سره د هر ډول تېري پر وړاندې ودرېږي او د ملي همغږۍ په مټ به هېڅ یرغلګر ونشي کولای خپلو موخو ته ورسېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رونمایی کتاب (شهدای لیلةالقدر)

ریاست کتاب‌خانه‌های‌عامهٔ معینیت فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ از کتاب (شهدای لیلةالقدر) تألیف قاری شمشاد حذیفه بریا در تالار کتاب‌خانه‌های عامه رونمایی کرد.
در مراسم رونمایی کتاب،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

نمایشگاه کتاب (جلوه دانش) در پوهنتون غزنی برگزار شد

ریاست اطلا عات و فرهنگ ولایت غزنی به همکاری ریاست پوهنتون و اداره فرهنگی و فکری الکوثر نمایشگاه یک‌روزه کتاب را در محوطه پوهنتون این ولایت راه‌اندازی نمود.
شیخ عبدالمالک محسن رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۹
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸)، نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از کتاب‌ها تصامیم. . .

BACK TO NEWS