له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۳۷
..

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له وړیا ښوونیز مرکز څخه په پنځمې دورې کې د ویناوالۍ له ټولګیو څخه ۶۵ تنه ځوانان فارغ شول.
د یاد ریاست مسؤلینو وویل: ځوانان که په ښه توګه دیني او عصري زده کړې ترلاسه کړي، د هېواد راتلونکی به روښانه او پرمختللی وي، دوی باید د ویناوالۍ له مهارت څخه د ټولنې د اصلاح، عامه پوهاوي او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي او ځوانانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلې زده کړو ته لا نور هم دوام ورکړي.
د مسؤلینو په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست به په راتلونکې کې هم د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول دوامداره وساتي.
د یادونې وړ ده، چې د فراغت غونډې په پای کې د اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري د هنري او فرهنګي خدماتو د ستاینې په موخه د جلال اباد ښار یو شمېر خطاطانو ته هم ستاینلیکونه ورکړل شول، مسؤلینو د خطاطۍ هنر د اسلامي او ملي فرهنګ مهمه برخه وبلله او ویې ویل: د دغه هنر د ودې او ملاتړ لپاره به لا نورې هڅې هم ترسره شي.

۱۴۴۷/۹/۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رونمایی کتاب (شهدای لیلةالقدر)

ریاست کتاب‌خانه‌های‌عامهٔ معینیت فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ از کتاب (شهدای لیلةالقدر) تألیف قاری شمشاد حذیفه بریا در تالار کتاب‌خانه‌های عامه رونمایی کرد.
در مراسم رونمایی کتاب،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

نمایشگاه کتاب (جلوه دانش) در پوهنتون غزنی برگزار شد

ریاست اطلا عات و فرهنگ ولایت غزنی به همکاری ریاست پوهنتون و اداره فرهنگی و فکری الکوثر نمایشگاه یک‌روزه کتاب را در محوطه پوهنتون این ولایت راه‌اندازی نمود.
شیخ عبدالمالک محسن رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۹
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸)، نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از کتاب‌ها تصامیم. . .

BACK TO NEWS