خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۳:۳۷
..

د سمنګان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د سمنګان اطلاعاتو او کلتور رییس ټولنه کې د عامه پوهاوي کولو په برخه کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې سره وویل: رسنۍ د عامه پوهاوي په ډګر کې د یو مهم قشر په توګه اړ دي، چې خپل پروګرامونه او خپرونې د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم برابرې کړي، ترڅو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي هم د روژې مبارکې میاشتې له فضیلتونو او ګټو څخه خبر شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دغې غونډې جوړېدو د موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره رسنۍ باید د خپلې نشراتي پالیسۍ په چوکاټ کې داسې پیغامونه او پروګرامونه چمتو او خپاره کړي، چې د دې برکت ناکې میاشتې ارزښتونه او فضیلتونه منعکس کړي او د خلکو د لا زیات پوهاوي لامل وګرځي.
د ناستې په لړ کې د رسنیو مسؤلینو هم خپل نظرونه بیان کړل او ویې ویل: د روژې میاشت لپاره ځانګړي پروګرامونه چمتو شوي، همدارنګه ښاري (بازار کې توکو د نرخونو په اړه) راپورونه هم چمتو شوي دي چې د دې میاشتې په لړ کې به خپاره شي.
دغه غونډه د روژې مبارکې میاشتې په لړ کې د خپرونو ښه انعکاس لپاره د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ ساتلو په ټینګار سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۷
Background image

برگزاری مسابقه سیرت النبیﷺ میان حدود ۱۰۰۰ تن در گردیز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا به هماهنگی مشترک ریاست معارف این ولایت و اداره فکری و فرهنگی الکوثر مسابقه سیرت النبیﷺ را میان حدود ۱۰۰۰ تن شاگرد مکاتب خصوصی شهر گردیز این ولایت راه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری مسابقه هنری و نمایشگاه سه روزه در پکتیا 

ریاست هنرستان وزارت اطلاعات و فرهنگ و ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا مسابقه آثار هنری را میان حدود ۱۰۰ تن راه‌اندازی کردند و هم‌چنان نمایشگاه سه روزه آثار هنری این هنرمندان نیز آغاز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب به کتاب‌خانه عامه بغلان اهدا گردید 

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب از سوی مقام ولایت بغلان به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت اهدا شد.
مولوی اسدالله مصطفی هاشمی رییس اطلاعات و فرهنگ بغلان، گفت که این کتاب‌ها بخش. . .

BACK TO NEWS