نورستان کې د خیاطۍ له روزنیز کورس څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۱۶
..

د نورستان اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د خیاطۍ درې میاشتني روزنيز کورس څخه لسګونه ځوانان فارغ شول.
مسؤلینو د ځوانانو ظرفیت لوړولو او کارموندنې په برخو کې د مسلکي زده کړو زمینه برابرول مهم وبلل او ویې ویل: دغه ډول روزنیز پروګرامونه د ټولنې د اقتصادي پیاوړتیا او د ځوانانو په ځان بساینې سبب کیږي، هڅه کوو، چې په راتلونکې کې ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړو.
مسؤلینو زیاته کړه؛ ځوانان باید د زده‌ کړو ترڅنګ حرفوي مهارتونه هم زده کړي، ترڅو د خپل ژوند د ښه کېدو ترڅنګ د ټولنې په پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
ورته مهال فارغ شویو ځوانانو د یاد پروګرام له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د خیاطۍ له زده کړو وروسته کولای شو، د خپلو کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلو، ځوانانو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي.

۱۴۴۷/۸/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS