د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۸
..

دوشنبه ( ۱۴۴۷ د شعبان ۲۸ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول، په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۴۲ ټوکه صادره او وارد شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۱۰ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي، همدارنګه د امتي خپرندویې ادارې له استازې سره د کتابونو د چاپ او خپراوي په اړه بحث وشو.

۱۴۰۴/۱۱/۲۷هـ ل

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۷
Background image

برگزاری مسابقه سیرت النبیﷺ میان حدود ۱۰۰۰ تن در گردیز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا به هماهنگی مشترک ریاست معارف این ولایت و اداره فکری و فرهنگی الکوثر مسابقه سیرت النبیﷺ را میان حدود ۱۰۰۰ تن شاگرد مکاتب خصوصی شهر گردیز این ولایت راه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری مسابقه هنری و نمایشگاه سه روزه در پکتیا 

ریاست هنرستان وزارت اطلاعات و فرهنگ و ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا مسابقه آثار هنری را میان حدود ۱۰۰ تن راه‌اندازی کردند و هم‌چنان نمایشگاه سه روزه آثار هنری این هنرمندان نیز آغاز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب به کتاب‌خانه عامه بغلان اهدا گردید 

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب از سوی مقام ولایت بغلان به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت اهدا شد.
مولوی اسدالله مصطفی هاشمی رییس اطلاعات و فرهنگ بغلان، گفت که این کتاب‌ها بخش. . .

BACK TO NEWS