د هيواد په کچه د سیاحتي او درماني شرکتونو د اتحادیو مسؤلینو د ګرځندوی، مالي او ادراي چارو معین سره ولیدل
یکشنبه (۱۴۴۷ د شعبان ۱۳مه) د کابل ولایت د سیاحتي او درماني شرکتونو د اتحادیې رئیس احمد سیر رحیمي او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیاحتي او درماني شرکتونو استازو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال سره ولیدل.
لد لیدنې موخه د سیاحتي او درماني شرکتونو د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه اوریدل، هېواد کې د تفريحي ځایونو پراختیا او تنظیم، د جوازونو د ویش او تمدید په برخو کې اسانتیاوو رامنځته کول او ګرځندویانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کول وو.
د سیاحتي او درماني شرکتونو استازو د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین څخه د دوامدره همغږۍ او ستونزو ته پر وخت د رسیدو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ ګرځندویانو او د ناروغانو د ویزو د اخیستو په برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه دې له اړوندو ادارو سره لا زیاته همغږي وشي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو ګډ کور دی، د خوښی ځای دی، چې د ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا او پراختیا په موخه ګډ کار کوو.
ښاغلي جمال صاحب د هېواد د سیاحتي او درماني شرکتونو د استازو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او ویې ویل: یادې ستونزې او وړاندیزونه به د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره شریکې کړي، ترڅو ګرځندویانو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته او په دې سکتور کې شته ستونزې حل شي، ښاغلي جمال د ناستې په لړ کې د ګرځندوی سکتور د لا ښه تنظیم او پراختیا په موخه د سیاحتي او درماني شرکتونو د استازو مشورې او نظرونه اړین وبلل او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې د سیاحتي او درماني شرکتونو استازو ښاغلي جمال صاحب ته د عزت او ویاړ پګړۍ هم په سر کړه.
۱۴۰۴/۱۱/۱۲ هـ ل
