د سرپل ښار پنځه مهمې څلورلارې په رسمي نومونو ونومول شوې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۱:۵۵
..

د سرپل ښار پنځه مهمې څلورلارې(استقلال، مطبوعاتو، فرهنګ، وحدت او د ښار مرکز) په رسمي نومونو ونومول شوې او لوحې یې نصب شوې.
د دغو څلور لارو نوم ایښودنه د سرپل د ولایت مقام د وړاندیز پر بنسټ، د ریاست‌الوزراء د عالي مقام په لارښوونه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څلورلارو او مقدسو ځایونو د نوم‌ ايښودنې کمېسیون له لوري تر ارزونې او منظورۍ وروسته تایید شوه، چې د یادو څلور لارو د نوم ایښودنې د رسمي پړاوونو تیرولو وروسته د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ د لوحو د نصب چارې ترسره کړې.
مسوولینو وویل: د دې اقدام موخه د فرهنګي او ملي هویت پیاوړتیا، ټولنیز انسجام، ښاري نظم او د پتې موندنې په برخه کې اسانتیا رامنځته کول دي. د مسؤلینو په وینا، څلور لوحې د دویمې ناحیې په څلورلارو کې او یوه لوحه د سرپل ښار د مرکز په څلورلارې کې نصب شوه.
دغه راز د سرپل اوسېدونکو هم دا اقدام د ښاري نظم د ښه والي او د دې ولایت د فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو د انعکاس په برخه کې یو مثبت ګام یاد کړ.

۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

نمایشگاه کتاب (جلوه دانش) در پوهنتون غزنی برگزار شد

ریاست اطلا عات و فرهنگ ولایت غزنی به همکاری ریاست پوهنتون و اداره فرهنگی و فکری الکوثر نمایشگاه یک‌روزه کتاب را در محوطه پوهنتون این ولایت راه‌اندازی نمود.
شیخ عبدالمالک محسن رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۹
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸)، نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از کتاب‌ها تصامیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۴
Background image

هیأت فرهنگی اوزبیکستان از آبدات تاریخی ولسوالی اندخوی فاریاب بازدید کرد

هیأت فرهنگی جمهوری اوزبیکستان به هدف تقویت روابط فرهنگی میان دو کشور و بازدید از آبدات تاریخی، با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب، مسوولان محلی، علمای‌کرام، بزرگان و فرهنگیان. . .

BACK TO NEWS