د نظام او ولس د اړیکو پیاوړتیا په نامه ولسي غونډه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۵۰
..

د کندوز ولايت په حضرت امام‌صاحب ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الاعتصام فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ (د نظام او ولس د اړیکو پیاوړتیا) په نامه ولسي غونډه وشوه.
مسؤلینو دا ډول ولسي ناستې جوړول د ولس د پوهاوي، باور جوړونې او د نظام د تګلارې د سم درک لپاره مهمې وبللې او د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌الله) ۱۷مې ګڼې(ناسمو دودونو مخنیوي) فرمان یې تشریح کړ، د مسؤلینو په وینا دغه فرمان په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړل او د ولسونو د ستونزو د حل په موخه صادر شوی دی، چې پلي کول یې د هر فرد مسؤلیت دی.
غونډه کې علماء کرامو د نظام او ولس ترمنځ د متقابلو اړیکو پر ارزښت، د اسلامي نظام ملاتړ، د ولسي همغږۍ پیاوړتیا او د ټولنیز ثبات د ټینګښت په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې او ټینګار یې وکړ؛ چې د ولس او نظام ترمنځ قوي اړیکې کولای شي ټولنیزې ستونزې راکمې او د یووالي فضا لا پیاوړې کړي.
د غونډې په لړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌الله) ۱۷مې ګڼې(ناسمو دودونو مخنیوي) فرمان د کتاب په بڼه ګډونوالو ته هم وویشل شو. 

۱۴۴۷/۷/۲۰

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

ترنم و ترانه‌ها

ریاست ترنم و ترانه‌ها در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، از (۲۰) استودیو در مرکز و ولایات مختلف نظارت و ارزیابی کرده است.
در این مدت،(۵) مشاعرهٔ عنعنوی در ولایت‌های پکتیا، نورستان، زابل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان به هماهنگی کمیته مصوونیت خبرنگاران نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها جهت حل مشکلات خبرنگاران، حمایت آنان و بهبود. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با مسوولان کتاب‌فروشی‌ها و ناشران 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ با شماری از مسوولان کتاب‌فروشی‌ها و ناشران شهر مزارشریف نشست هماهنگی برگزار کردند. در این نشست پیرامون چاپ کتاب، برگزاری نمایشگاه‌های کتاب، تقویت. . .

BACK TO NEWS