اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیزو چارو د لا ښه کولو هڅې کوي
غور ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیو استازو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو او دقیقې اطلاع رسونې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د رسنیزو ستونزو څیړلو ترڅنګ د غوره اطلاع رسونې زمینې برابرولو په اړه خبرې وکړې، ښاغلي زعیم د پیښو ښه انعکاس او د ولایت په کچه د ټولو پروګرامونو ښه پوښښ په موخه د رسنیو له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیزو چارو لا ښه والي په موخه هڅې کوي.
دغه راز د رسنیو استازو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د دې ډول ناستو جوړولو په اړه د مننې کولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د لاسته راوړنو په خپرولو کې به تر پخوا لا زیات کوښښ وکړي.
۱۴۴۷/۶/۲۵ هـ ق
