محمد طاهر زهير: باختر اطلاعاتي آژانس د خبر د توليد او تکثير باوري سرچینه ده

farzad_moicgovaf
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۱۶:۵
 محمد طاهر زهير: باختر اطلاعاتي آژانس د خبر د توليد او تکثير باوري سرچینه ده

د يوشمېر پوهنتونونو د ژورناليزم او ارتباطاتو پوهنځيو يو شمېر محصلانو پرون د ژورناليزم د عملي کار د روزنیزې دورې له تېرولو وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يوشمېر مسوولينو او رييسانو او محصلانو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې لومړى د باختر اطلاعاتي آژانس رييس نجيب الله شينواري خبرې وکړې او ويې ويل: باختر اطلاعاتي آژانس، تحصيلي بنسټونو په تېره بيا د پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو د ژورناليزم پوهنځيو محصلانو ته د (خبر، رپوټ او مرکې) په برخه کې د ژورناليزم د عملي کار د روزنیزو دورو د جوړولو په دوام، دا ځل د کابل پوهنتون، بلخ پوهنتون او پروان پوهنتون د ژورناليزم پوهنځيو ۲۰ محصلانو ته چې دغه آژانس ته معرفي شوي وو؛ د ژورناليزم د عملي کار روزنیزه دوره ترسره کړه.

هغه زياته کړه چې د دغې روزنیزې دورې ګډونوالو د خبر، رپوټ، مرکې او تبصرې د ليکلو لارې چارې زده کړې او دغه راز د دغې دورې د ګډونوالو ځانګړتياوې، له خبريالۍ او د بېلابېلو موضوعګانو په اړه د هغوى له خوا د ښه سوژو له انتخابولو سره د هغوى زياته مينه او لېوالتیا ده.

دغه راز د باختر اطلاعاتي آژانس رييس د دغې دورې فارغانو ته په رسنيز کار کې د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د دغې روزنيزې دورې د پاى ته رسېدو له امله برخه والو او د باختر آژانس مشرتابه ته مبارکي وويله او په اوسنيو شرايطو کې یې د رسنيو د رول په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه چې باختر اطلاعاتي آژانس ښه مسلکي تجربه لري او د خبر په برابرولو، منعکس کولو او خپلو ټولو فعاليتونو کې تجارتي نظر نه لري، ډېر د محتوا بډاينې ته فکر کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: په تېرو کلونو کې د رسنيو په برخو کې له برياليتوبونو سره سره، د خبر له کمښت سره مخ نه يوو، بلکې له ناسمو، درواغو او بې بنسټو خبرونو سره مخ يوو.

هغه وويل: له نېکه مرغه باختر اطلاعاتي آژانس د خبر د توليد او تکثير د اعتبار وړ او یوه باوري سرچینه ده.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د تروريستي ډلو له خوا په جلال آباد ښار کې د درېو ښځينه خبريالانو ترور په کلکه وغانده او د خبريالانو وژل يې د اندېښنې وړ وبلل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: د امنيتي بنسټونو د مسوولينو له هلوځلو او همکاريو په قدردانۍ سره يوځل بيا له هغوی څخه غوښتنه کوم چې ځانګړي او اغېزمن تدبيرونه ونيسي او د خبريالانو د وژلو او ترور مخه ونيسي.

محمد طاهر زهير له نړيوالو بنسټونو څخه هم وغوښتل چې د دغه جنايتکارانه بهير د بندولو لپاره دې د افغانستان له دولت او د افغانستان له امنيتي بنسټونو او ملت سره همکاري وکړي.

وروسته نسترن امير د روزنيزې دورې د ګډونوالو په استازيتوب خبرې وکړې او د باختر اطلاعاتي آژانس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه څخه يې د تحصيلي بنسټونو محصلانو ته د عملي کار د زده کړې د فرصتونو د برابرولو په خاطر قدرداني وکړه.

هغې څرګنده کړه چې د دغې روزنيزې دورې په بهير کې په باختر آژانس کې د استادانو له مسلکي تجربو څخه ښه استفاده کړې ده او د هغوى له ښه چلند څخه به ښې خاطرې له ځان سره ولري.

دغه راز هغې د تحصيلي بنسټونو د محصلانو لپاره د دغه شان روزنيزو پروګرامونو د جوړولو پر دوام ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې په ژمنې او جدي ارادې سره هېواد ته د خدمت، د واقعيتونو په منعکس کولو، د عدالت د تامينولو او په  هېواد کې به د دموکراسۍ د پياوړتيا لپاره فعاله او ارزښتناکه ونډه واخلي.

د غونډې په پاى کې مسوولينو د ژورناليزم د عملي کار د زده کړې فارغانو ته تصديق ليکونه ورکړل.

کابل/ د کب  ١٤ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۳:۲۰
Background image

هارون حکیمی به حیث معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ معرفی شد

هارون حکیمی، به عنوان معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ امروز به کارمندان آن وزارت معرفی شد.

به گزارش آژانس باختر؛ در محفلی که به این مناسبت در تالار مرکز بین المللی مطبوعات. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۳:۲
Background image

جلسۀ کمیسیون بررسی شکایات و تخلفات رسانه یی برگزار شد

به ریاست محمد طاهر زهیر، سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ جلسۀ کمیسیون بررسی شکایات و تخلفات رسانه یی امروز در وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شد.

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛ در این جلسه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

مراسم ختم قرآن عظیم الشان در وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شد

مراسم ختم قرآن عظیم الشان امروز به گرامیداشت از بیست و هفتم رمضان مبارک و نزول قرآن کریم در وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شد.

به گزار ش آژانس باختر؛ دراین مراسم که با حضور رهبری و. . .

BACK TO NEWS