غور کې د مشاعرو تنظیم قانون د تشریح په موخه ناسته او مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۴۸
...

د غور اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مشاعرو تنظیم قانون د تشریح په موخه ناسته او مشاعره ترسره شوه، چې پکې د غور والي مولوي حیات الله مبارک، امنیې قوماندان، د امارتي ادارو مسؤلینو، علمای کرامو، شاعرانو، ادیبانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په دغه پروګرام کې د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله له لوري د توشیح شوي مشاعرو تنظیم قانون ۲۲مه ګڼه فرمان او د ناوړه دودونو مخنیوي ۱۷ مه ګڼه فرمان تشریح شو.
د غور والي مولوي حیات الله مبارک د یاد پروګرام جوړولو څخه هر کلی وکړ او ویې ویل: د اسلام په تاریخ کې شعر او مشاعرې مهمې دي، ځکه شاعرانو او نعت ویوونکو په بېلابېلو وختونو کې د کفارو په وړاندې په ځانګړې توګه د هېواد په تیر شل کلن جهاد کې د اشغالګرو په وړاندې اغیزمن رول درلوده، حتا تر دې چې په دې برخه کې غربي څیړونکو هم په دې څیړنه وکړه، تر څو نعتونو او ترانو ویلو ته د خلکو جذب کیدو لامل معلوم کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د اسلام مبارک دین له انده په بېلابېلو وختونو کې په ځانګړې توګه د اشغالګرو په وړاندې د تیر شل کلن اشغال په وخت کې د شعر په رول او اغیزو خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي امارت رهبري شاعرانو او مشاعرو ته ځانګړې پاملرنه لري، په دې برخه کې یې د لا ښه نظم په موخه نوی قانون توشیح کړ، په دغه قانون کې د شاعرانو، د مشاعرو د جوړولو او ادبي ناستو مسؤلیتونه او مکلفیتونه ټاکل شوي دي.
په ورته وخت کې ادیبانو او شاعرانو د یاد قانون هرکلی وکړ او خپل ترتیب شوي شعرونه یې ګډونوالو ته واورول، ادیبانو او شاعرانو هیله وښوده، چې د یادو فرامینو په تطبیق سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی وشي، دوی همدارنګه د غور ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په راتلونکي کې د ورته نورو مشاعرو او فرهنګي پروګرامونو د جوړولو غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۶/۱۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۷
Background image

برگزاری مسابقه سیرت النبیﷺ میان حدود ۱۰۰۰ تن در گردیز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا به هماهنگی مشترک ریاست معارف این ولایت و اداره فکری و فرهنگی الکوثر مسابقه سیرت النبیﷺ را میان حدود ۱۰۰۰ تن شاگرد مکاتب خصوصی شهر گردیز این ولایت راه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری مسابقه هنری و نمایشگاه سه روزه در پکتیا 

ریاست هنرستان وزارت اطلاعات و فرهنگ و ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا مسابقه آثار هنری را میان حدود ۱۰۰ تن راه‌اندازی کردند و هم‌چنان نمایشگاه سه روزه آثار هنری این هنرمندان نیز آغاز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب به کتاب‌خانه عامه بغلان اهدا گردید 

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب از سوی مقام ولایت بغلان به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت اهدا شد.
مولوی اسدالله مصطفی هاشمی رییس اطلاعات و فرهنگ بغلان، گفت که این کتاب‌ها بخش. . .

BACK TO NEWS