د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې (د حاجي یعقوب له څلور لارې څخه تر ایمرجنسي روغتون) د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه. 
د دغه پروګرام په پیل کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ‌گل جواد او د کمېسیون غړو، د یادې سیمې د ارزښت او د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې د څرنګوالي په اړه له رسنیو او د اصنافو مسؤلینو سره خبرې وکړې. 
وروسته هټۍ لرونکو او کسب ‌کارانو سره د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون طرزالعمل او معیارونه په تفصیلي توګه شریک شول، تر څو خپلې لوحې او تبلیغاتي اعلانات د معیارونو له مخې تنظیم کړي.  
همدارنګه د کمېسیون د مسلکي غړو له خوا د غیر معیاري لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح په موخه د هېواد په ملي ژبو بدیلې کلمې وړاندې شوې او یو شمېر هټۍ لرونکو او کسب کارانو ته اصلاحی وړاندیزونه هم وشول. 
د دغې سیمې هټۍ لرونکو او کسب ‌کارانو د یاد کمېسیون فعالیتونه وستایل او د دوی هڅې یې د ملي ژبو د پیاوړتیا او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهمې وبللې. 
د یادونې وړ ده، چې په دې څارنه کې د څه باندې ۱۲۰لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو پلټنه او اصلاح وشوه.

۱۴۴۷/۶/۱۲هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

ترنم و ترانه‌ها

ریاست ترنم و ترانه‌ها در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، از (۲۰) استودیو در مرکز و ولایات مختلف نظارت و ارزیابی کرده است.
در این مدت،(۵) مشاعرهٔ عنعنوی در ولایت‌های پکتیا، نورستان، زابل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان به هماهنگی کمیته مصوونیت خبرنگاران نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها جهت حل مشکلات خبرنگاران، حمایت آنان و بهبود. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با مسوولان کتاب‌فروشی‌ها و ناشران 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ با شماری از مسوولان کتاب‌فروشی‌ها و ناشران شهر مزارشریف نشست هماهنگی برگزار کردند. در این نشست پیرامون چاپ کتاب، برگزاری نمایشگاه‌های کتاب، تقویت. . .

BACK TO NEWS