د توریزم او هوتلدارۍ انسیټیټیوټ زده کړیالانو کاپیسا ولایت ته رسمي سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د تورزیزم او هوتلدارۍ انسیټیټیوټ زده کړیالانو د کاپیسا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په ملتیا د دغه ولایت له لرغونو او تفریحي ځایونو څخه لیدنه وکړه.
د دې سفر په لړ کې د کاپیسا ولایت د فرهنګ او ګرځندوی آمر زده کړیالانو ته د لرغونو سمیو، آثارو او تفریحي ځایونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له دوی سره یې د اړینو همکاریو ژمنه وکړه.
ورته مهال د کاپیسا ولایت د لرغون پیژندنې مدیر وویل: زده کړیالانو د محلي موزیم، عامه کتابتون، ریګ روان غر، خم زرګر او یو شمېر نورو لرغونو ځاینونو څخه لیدنه وکړه.
۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق
