غور کې د سیرت النبیﷺ سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د منار علمي، فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ شهرک ولسوالۍ کې د سیرت النبیﷺ سیالي ترسره شوې وه، چې مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د ځوانانو چارو آمر د شهرک ولسوال مولوي احمد سید حیدري او د آمر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست استازي د اسلام مبارک دین له نظره د ځوانانو د رول او ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي، په ورته دیني او علمي پروګرامونو کې ګډون وکړي او خپله دیني او عصري پوهه لوړه کړي، تر څو راتلونکي کې د خپل ولس خدمت ته چمتو وي.
همدارنګه ویناوالو ځوانانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د هغو مجاهدو، غیورو او زړورو ځوانانو په څير د اسلامي نظام خوځنده ځواک او قوي مټ یاستئ، چې د نه ستړې کېدونکي مبارزې له لارې يې اشغال پای ته ورسولو او یو خپلواک، ولسي او د علماوو تر مشرۍ لاندې اسلامي نظام یې نافذ کړ.
په دې سیالۍ کې ګډونکوونکو ځوانانو د داسې پروګرامونو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د ورته دیني او علمي پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۷/۵/۱۹ هـ ق
