د اله سای ولسوالۍ فعاله ځوانانو سره ناسته وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۵۲
.

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق د اله سای ولسوالۍ یو شمېر فعاله ځوانانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د ټولنې د پرمختګ او ودې په برخه کې یې د دوی فعالتونه وستایل.
ښاغلي وثیق ځوانان د ټولنې د ملا تیر وبلل، د کلتور، ټولنې او د بېلابېلو قومو ترمنځ د ورولۍ روحیې په پیاوړتیا کې يې د دوی هڅې وستایلې او ویې ویل: د ځوانانو له ټولو اسلامي او اخلاقي ارزښتونو سره برابرو فعالیتونو څخه ملاتړ کوو.
د اله سای ولسوالۍ ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او په فرهنګي، ټولنیزو او ښوونیزو برخو کې د رضاکارانه فعالیتونو د ترسره کولو څرنګوالي په اړه يې خپل نظرونه د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره شریک کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د کاپیسا ولایت د نجراب او کوهبند ولسوالیو کې د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ د یووالي روحیې پیاوړتیا او د ځوانانو د فکري ودې په موخه د رضاکارو ځوانانو کمیټې جوړې شوي دي، چې ډېر ژر به په نورو ولسوالیو کې هم جوړې شي.

۱۴۴۷/۵/۱۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲
Background image

آغازفعالیت نشراتی رادیوی خصوصی تحت‌نام(پکتیا جرگه) در ولایت پکتیا 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا می‌گویند که رادیوی خصوصی تحت‌نام(پکتیا جرگه)  روی موج ۸۹,۱ اف‌ام فعالیت نشراتی خویش را در گردیز مرکز این ولایت آغاز کرد.
به گفتهٔ مسوولان،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی سالانهٔ گل‌انار در ولایت کندهار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندهار مشاعره عنعنوی گل‌انار را در حضور محترم شیخ شیراحمد حقانی وزیر اطلاعات و فرهنگ راه‌اندازی کرد.
در این مشاعره مسوولان ادارات امارتی، شاعران، نویسندگان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۵
Background image

برگزاری سیمینار علمی و فرهنگی کتاب و کتاب‌خوانی در سرپل 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل به همکاری دفتر اکتید سیمینار علمی و فرهنگی کتاب و کتاب‌خوانی را میان ۳۰۰ تن اشتراک‌کننده با هدف تشویق جوانان به کتاب‌خوانی، ارتقای سطح آگاهی فکری آنان و. . .

BACK TO NEWS