د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم څانګې زده کړیالانو ته د ظرفیت لوړونې او فکري جوړښت په موخه یو ورځنی سمینار وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۱
ږږ

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډه همکارۍ د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم څانګې ۲۰۰ تنو زده کړیالانو ته د فکري روزنې او په مسلکي برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
د لغمان پوهنتون مسؤلینو د یاد سمینار په جوړېدو خوښي وښوده او د ځوان نسل د روزنې په برخه کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې، مسؤلینو یاد سمینار ګټور وباله او له زده کړیالانو څخه یې وغوښتل چې له دغه ډول سمینارونو څخه پوره ګټه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لغمان پوهنتون سره همکاریو ته چمتو دی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې وړاندې هم د خبریالانو دروزنې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي او دغه لړۍ به دوام ولري.
د سیمنار په لړ کې د سمینار وړاندې کوونکو له لوري د اسلام له نظره د ژورنالېزم پېژندنې، مسؤلیتونو، اصولو، اخلاقو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
۱۴۴۷/۵/۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS