فیض آباد ښار کې (په ژوند کې د انسانانو د بریا رازونه) په نوم روزنیز او انګېزې ورکونکی سیمینار جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۱۷
...

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري فیض آباد ښار کې یو شمېر ځوانانو او زده کړیالانو ته ( په ژوند کې د انسانانو د بریا رازونه) په نوم روزنیز او انګېزې ورکونکی سیمینار جوړ شو.
د سیمینار په پیل کې د ځوانانو چارو آمر د دغه سیمینار جوړولو موخه د ځوان قشر ویښتیا او د ځوانانو په منځ کې په خپل ځان اعتماد د روحیې پیدا کول یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې د نن ورځې ځوانان د ټولنې د سبا ورځې هیلې دي او هېواد مو د هر بل وخت څخه اوس مهال لوستي او باخبره نسل په ځانګړې توګه په ټکنالوژۍ او بهرنیو ژبو پوه نسل ته اړتیا لري.  
د سیمینار په لړ کې د پوهنتون استاد عبدالحق سلیمي د مسلمانانو د بریا اصلي لامل په قرآنکریم او نبوي سنتو عمل کول یاد کړل او ځوانانو ته یې په خطاب کې وویل: د ژوند د خڼدونو او ستونزو د حل اصلي کیلي هڅه، خپل کار ته متوجه کېدل او ثابت قدم اوسېدل دي، بیوزلي نه باید د پرمختګ په مخ کې خڼد وګڼل شي.
د دې سیمینار ګډونوال له دې ډول ناستو څخه هرکلی وکړ او د ځوان نسل فکري او معنوي د ودې لپاره یې د دغه ډول سیمینارونو د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۳/۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS