د اطلاعاتو او کلتور وزیر د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره وکتل

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۴۹
...

یکشنبه( ۳۰ د صفر المظفر ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د اندونیزیا سفارت شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالیست سره وکتل.
د اندونیزیا سفارت شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالیست له اشغالګرو څخه د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ اخیستلو په ورته والي خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ غوښتلو مبارزه یې د تاریخ مهم پړاو وباله.
ښاغلي ایوالیست د خپل هېواد د فرهنګي برخې همکاریو په اړه ډاډ ورکړ او د عامه کتابتون د ډیجټلایزیشن په موخه د تخنیکي وسایلو سربېره د کتابتون د غنامندي لپاره نږدې راتلونکي کې د یو شمېر بېلابېلو کتابونو د ډالۍ کولو ډاډ هم څرګند کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي الحاج ملا خیر الله خیرخواه د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا خبرې وکړې او په دې برخو کې یې فرهنګي رول مهم وباله.
ښاغلي خیرخواه د ځوانانو فکري اصلاح ته اشاره وکړه او ځوانان یې د هېواد راتلونکي وبلل.
د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له ملي موزیم او ملي آرشیف سره د اندونیزیا هېواد د همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۵۳
Background image

فرهنگ مردم

ریاست فرهنگ مردم در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، پس از طی مراحل علمی، تخنیکی و اداری، ویژه‌نامهٔ سیمینار فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله، ویژه‌نامهٔ فولکلور و ویژه‌نامهٔ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۵۰
Background image

آرشیف ملی

در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، آرشیف ملی علاوه‌بر یک نسخه نسب‌نامه، ۷۴۱ جلد کتاب، ۲۳۲ نسخه خطی و ۳۵۸ فرمان را دیجیتل‌سازی کرده است.
هم‌چنان در همین مدت، ۸۳۰ جلد کتاب، ۶۰ نسخه خطی و ۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲
Background image

آغازفعالیت نشراتی رادیوی خصوصی تحت‌نام(پکتیا جرگه) در ولایت پکتیا 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا می‌گویند که رادیوی خصوصی تحت‌نام(پکتیا جرگه)  روی موج ۸۹,۱ اف‌ام فعالیت نشراتی خویش را در گردیز مرکز این ولایت آغاز کرد.
به گفتهٔ مسوولان،. . .

BACK TO NEWS