د اطلاعاتو او کلتور رئیس له هنري روزنیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۳:۱
...

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د یو پلاوي په مشرۍ د نقاشۍ، خطاطۍ او میناتورۍ له یو شمېر هنري روزنیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي صالح له دې لیدنې څخه موخه د هنرمندانو هنري ظرفیت لوړونه، ستونزې اورېدل او په هنري او فرهنګي برخه کې د دوی هڅونه یاده کړه.
نوموړي وویل: هنر د انسان د ژوند په بېلابېلو برخو کې اغیزې او ارزښت لري، د بیلګې په توګه؛ نقاشي، خطاطي، او نور هنري کارونه د اړیکو په ټینګولو او آینده نسلونو ته د فرهنګ په انتقالولو کې مهم رول لري.
ښاغلي صالح زیاته کړه؛ هنرمندان د خپلو آثارو په واسطه د انسانانو د یوې تاریخي دورې ارزښتونه، احساسات، باورنه، ستونزې او د هویت انځور څرګندوي.
په ورته وخت کې د نقاشانو په استازولۍ یو تن نقاش سید رضا موسوي د اطلاعاتو او کلتور رئیس لیدنه د هنر فرهنګ په پیاوړتیا او هنرمندانو ته د انګیزي ورکولو په برخه کې مهم او اغیزمن ګام یاد کړ.

۴/۲/۱۴۴۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

برگزاری سیمینار یک روزه ارتقای‌ظرفیت مسلکی، فکری و عقیدتی خبرنگاران در لغمان 

این سیمینار از سوی معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان در تالار کتاب‌خانه‌عامه راه‌اندازی گردید.
در این سیمینار، مهاجر فراهی معین امور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۹
Background image

نشست مشورتی برای بررسی علمی و تحقیقی مسجد جامع بزرگ هرات برگزار شد

نشست هماهنگی و مشورتی به‌منظور بررسی علمی و تحقیقی مسجد جامع بزرگ هرات، با حضور مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات، روسای پوهنتون‌های دولتی و خصوصی، مسوولان دارالعلوم‌ها، فرهنگیان،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

دیدار معین هنر و فرهنگ وزارت اطلاعات و فرهنگ با سفیر جمهوری اسلامی آذربایجان

چهارشنبه (٢ جمادی الاولی ١٤٤٨)  شیخ عبدالرحمن طیبی معین هنر و فرهنگ وزارت اطلاعات و فرهنگ با دکتور الهام محمدوف سفیر جمهوری آذربایجان در کابل، دیدار کرد و دربارۀ گسترش همکاری‌های فرهنگی. . .

BACK TO NEWS