سیاګرد ولسوالۍ کې د کتاب دری ورځنی نندارتون جوړ شو

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۲
...

د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتاب دری ورځنی نندارتون جوړ شو، چې په ترڅ کې یې د سیاګرد ولسوالۍ اړوند عامه کتابتون سلګونه ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر د یاد نندارتون او کتاب لوستنې د ارزښت په اړه وویل: کتاب د ټولنې د پرمختګ مهمه وسیله ده، مطالعه کول یې د انسان ذهن پراخوي او په ذهن کي نوی نوښت او مثبت بدلون راولي، دغه نندارتون کې څه باندې ۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي، ترڅو ځوان قشر د مطالعې سره لا زیاته لیوالتیا پیدا کړي، دا نندارتون به درې ورځې دوام ولري.
په ورته وخت کې د سیاګرد ولسوالۍ مرستیال د یاد نندارتون جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د کتاب مطالعه کول انسان د خپلو موخو پر لور متوجه کوي او دغه درې ورځنی نندارتون ځوانانو لپاره خورا ګټور دی.
د یادونې وړ ده، چې د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري تر دې وړاندې هم بېلابېلو وختونو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شوي دي.

۱۴۴۷/۱/۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

ترنم و ترانه‌ها

ریاست ترنم و ترانه‌ها در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، از (۲۰) استودیو در مرکز و ولایات مختلف نظارت و ارزیابی کرده است.
در این مدت،(۵) مشاعرهٔ عنعنوی در ولایت‌های پکتیا، نورستان، زابل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان به هماهنگی کمیته مصوونیت خبرنگاران نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها جهت حل مشکلات خبرنگاران، حمایت آنان و بهبود. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با مسوولان کتاب‌فروشی‌ها و ناشران 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ با شماری از مسوولان کتاب‌فروشی‌ها و ناشران شهر مزارشریف نشست هماهنگی برگزار کردند. در این نشست پیرامون چاپ کتاب، برگزاری نمایشگاه‌های کتاب، تقویت. . .

BACK TO NEWS