خپرونو چارو معينيت کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
...

یکشنبه ( ۳ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپرونو چارو معينيت کې د معين صاحب ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيو له مسؤلينو، استازو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه چې د خپرونو چارو معينيت اړوند د رسنيو په نشراتو د څار رياست له لوري رابلل شوې وه، پکښې د رسنيو سره د ښې همغږۍ او هماهنګۍ جوړولو، د خپرونو معياري کولو او نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرياتو تبادله وشوه.
د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د افغانستان اسلامي امارت له رسنيو څخه ملاتړ ته ژمن دی، رسنۍ دې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې، ارزښتونه، دودونه او د اسلامي نظام پاليسي په نظر کې ونيسي او په معيار برابرې خپرونې دې وکړي، تر څو ټولنې ته ترې مثبته ګټه ورسېږي.
د رسنيو مسؤلينو هم په نوبت سره د خپلو رسنيو په استازولۍ له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۰۴/۴/۸ هـ ش

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۴
Background image

وزیر محترم وزارت اطلاعات و فرهنگ با مسوول حقوق بشر دفتر یوناما دیدار کرد 

محترم شیخ صاحب شیراحمد حقانی وزیر اطلاعات و فرهنگ در دفتر کاری‌اش با فیانوفریزر مسوول حقوق بشر دفتر یوناما و هیأت همراهش دیدار کرد.
در این نشست، دو جانب پیرامون وضعیت رسانه‌ها در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با مسوولان فوتوکاپی‌ها، کتاب‌فروشان، مؤلفان و ناشران در کاپیسا 

از سوی ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا نشست هماهنگی با مسوولان فوتوکاپی‌ها، کتاب‌فروشان، مؤلفان و ناشران راه‌اندازی گردید.
رییس اطلاعات و فرهنگ، فرمان شماره (۷۲۰۶/۳۴۶۶) عالی‌قدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۳
Background image

اشتراک مسوولان وزارت اطلاعات و فرهنگ در نشست آیسسکو

قاری عبیدالله حنیف رییس آرشیف ملی وزارت اطلاعات و فرهنگ و محمد شفیق احمدزی رییس روابط خارجه و آتشه‌های فرهنگی این وزارت، در نشست علمی آنلاین پیرامون نسخه‌های خطی اسلامی که از سوی سازمان. . .

BACK TO NEWS