څرخ ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۰:۴۷
...

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د څرخ ولسوالۍ په بازار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې د یاد رياست د مسؤلينو تر څنګ پکښې ګڼ شمېر ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وويل: دغه نندارتون څرخ ولسوالۍ کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و، چې پکښې د مرکز پل علم تر څنګ د څرخ ولسوالۍ د خصوصي کتاب پلورنځیو سلګونه ټوکه کتابونه او د سیمه ییز موزیم آثار نندارې ته وړاندې شوي وو.

ښاغلي تسل د دغه نندارتون له جوړولو څخه موخه په ټولنه کې د مطالعې دود پراختیا او غښتلي کول، د ځوانانو، زده کوونکو، زده کړیالانو او خلکو ترمنځ د مطالعې فرهنګ ته پراختیا ورکول یاد کړل.

د نندارتون ګډونوال د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه نوښت بیساری بولي او دې ته ورته د نورو نندارتونونو جوړولو غوښتنه کوي.

همداراز څرخ ولسوالۍ کې د خصوصي کتاب پلورنځیو مسؤلینو وویل: په لومړي ځل دغه ولسوالۍ کې د کتاب د نندارتون د جوړولو شاهدان یو، څرخ ولسوالۍ کې له کتابونو او مطالعې سره د خلکو مينه تر پخوا زياته شوې او هره ورځ  لسګونه کسان په ځانګړي توګه ځوانان دوی ته د کتاب اخېستلو لپاره مراجعه کوي.

۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۰:۵۰
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ولسوالی چرخ

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر نمایشگاه یک روزهٔ کتاب را در بازار ولسوالی چرخ این ولایت راه‌اندازی کرد که در جریان افتتاح نمایشگاه مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، جوانان و شاگردان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۰:۳۹
Background image

وعده تقویت و گسترش کتاب‌ها، تحقیقات علمی و هنر اسلامی میان افغانستان و اندونیزیا

چهارشنبه مورخ(۲۱ ذوالحجه ۱۴۴۶) مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با آقای نندا ایوالست شارژدافیر سفارت جمهوری اسلامی اندونیزیا در کتاب‌خانه‌عامه دیدار کرد.

در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۶:۵
Background image

رسانه‌ها آیینه جامعه اند؛ باید با دقت و امانت‌داری وقایع را بازتاب دهند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت سمنگان نشست هماهنگی با خبرنگاران، مسوولان رسانه‌ها و سخن‌گویان ادارات امارتی در حضور مولوی دادخدا خادم معاون مقام ولایت سمنگان، مولوی فیروز‌الدین منیب رییس. . .

BACK TO NEWS