تالقان ښار کې د خصوصي خپرندویه ټولنو او فوتوکاپي مرکزونو څخه څارنه وشوه
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر په تالقان ښار کې له خصوصي خپرندویه ټولنو او فوتوکاپي مرکزونو څخه څارنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د اطلاعاتو آمر د امارت د پالیسۍ موخې او د کاپي رایت قوانین د دغو مرکزونو مسؤلينو ته تشریح کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې د لیکوالانو د آثارو، چپټرونو، اسنادو او نورو پاڼو غیرقانوني چاپ او خپرول له رسمي اجازې پرته ونه کړي.
د خصوصي خپرندویه ټولنو مسؤلينو ژمنه وکړه، چې په ټولو چاپي فعالیتونو کې به د اسلامي امارت قوانین او اصول رعایت کړي.
۱۴۴۶/۱۲/۵ هـ ق
